سرلیکنې

عامه پوهاوي کې د رسنیو رغنده رول!

راډیوګانې، ټلوېزیونونه، ورځپاڼې، مجلې او د اوسني وخت ټولنيزې شبکې، لکه فېسبوک، ټویټر، مسینجر ، وټساپ او ... دا ټول د معلوماتو په شریکولو کې دومره ستر او مهم رول لري چې نړۍ یې د یوه کورپه شان سره نږدې کړې ده.

راډیوګانې، ټلوېزیونونه، ورځپاڼې، مجلې او د اوسني وخت ټولنيزې شبکې، لکه فېسبوک، ټویټر، مسینجر ، وټساپ او … دا ټول د معلوماتو په شریکولو کې دومره ستر او مهم رول لري چې نړۍ یې د یوه کورپه شان سره نږدې کړې ده.

 ځکه نن سبا په پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو کې رسنۍ د څلورمې قوې په توګه پېژندل شوي او منل شوې دي. رسنۍ نه یوازې د خبر او معلوماتو په رسولو کې رول لري، بلکې د ذهنیتونو په تنویر او علی الخصوص د مسلمانانو د فکرې ودې، سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي پوهې په لوړتیا او پیاوړتیا کې هم ځانګړی رول لري، هېڅوک له دې حقیقته سترګې نشي پټولی، چې رسنۍ او مطبوعات نه یوازې د ډله ییز ارتباط او مفاهمې وسایل دي، بلکې ترڅنګ یې په انټرنېټ پورې تړلي خدمتونه هم په هره برخه کې مهم رول لوبوي او له لوړ ارزښت څخه برخمن دي ،خوپه دې شرط چې خپرونې یې رښتينې، بې پرې او پر حقیقتونو ولاړې وي  .

د ډله ییز ارتباط پورته ټول وسایل کولی شي، چې اطلاعات او معلومات په ډېره آسانۍ او چټکۍ سره د نړۍ هر ګوټ ته ورسوي او په خلکو کې د پلټنې حس را وپاروي ، نړۍ لید یې پراخ کړي، د ښوونې بهیرته پراختیا او چټکتیا وروبښي او افرادو ته د خپلې سیمې د هېوادونو او نړۍ په اړه ذهني ارتقاء ورکړي، خو د دې دومره ښيګڼو ترڅنګ رسنۍ دا توان هم لري چې د یوې موضوع په اړه خلک تېرباسي، په کړکېچونوکې یې ښکېل او په غم یې ککړ کړي .

څومره چې د ډله ییز ارتباط د وسایلو ارزښت او رول مهم او د پاملرنې وړ دی، د کارکوونکو رول او دنده یې هم مهمه اود یوه ستر ټولنیز او تاریخي رسالت اومسئولیت ترڅنګ دوی مکلفیت لري چې خپله دنده په صداقت، ایماندارۍ ، امانتدارۍ او رښتینولۍ ترسره کړي، ځکه د مخه هم وویل شول چې رسنۍ دا توان لري چې د خلکو ترمنځ د جنجالونو او تاوتریخوالي اور ته لمن ووهي اوخلکوته د غلط ذهنیت په ورکولو سره بدبینۍ را منځ ته کړي، دوی کولای شي د خبرونواومعلوماتوپه شریکولوکې حقیقت پټ او عوضي معلومات وړاندې کړي چې د رښتیا په صورت کې دغه عمل د دوی د رسنۍ موقف هم ترپوښتنې لاندې راولي او پر خپرونو یې بیا څوک باور نه کوي ، یا هم کله ناکله پر دومره کوچنیو مسایلو راڅرخي چې اورېدونکو ته هېڅ ارزښت نه لري. پکار داده چې خبریال ، نطاق او سیاسي مبصر تل د بې طرفه او بې تعصبه معلوماتو په برابرولو، ارایه کولو او همدارنګه له پېښو څخه د سمو او ژورو څېړنو،تحلیلونو او تبصرو له لارې عام خلک خبرکړي .

رښتیا هم که چیرې رسنۍ په کارپوه اومسلکي کارکوونکي ونه لري ،په ملي او نړیواله کچه به خپل هغه موقف چې ترلاسه کړی یې دی له لاسه ورکړي. موږ همدا اوس هم د ځینو نړیوالو رادیو ګانو خپرونې اورو چې قضاوت یې کاملاً یو اړخیز دی او د دې پرځای چې رښتيني اوباوري معلومات وړاندې کړي هغه څه ته لمن وهي چې د تاوتریخوالي د اور شغلې پرې ژبغړاندې کېږي، دا رسنۍ له دې ناخبره دي چې د افغانستان هر وګړی اوس سیاست وال او له پېښو یې د تحلیل قوه پیاوړې ده او د هرڅه په اړه سم او پرځای قضاوت کولی شي، نو د مغرضو رسنیو د خپرونو په اړه چې یواړخیزې اوسلیقوي خپرونې کوي هم قضاوت کولی شي ، ښه داده هرهغه څوک چې په رسنیوکې د خپرونو په منظورقلم او قدم پورته کوي، باید حسد، کینه اوخپله سرکشه هوا اونفس یوې خواته پرېږدي. د هرې جملې په لیکلو او لوستلو کې له پوره غور څخه کار واخلي او دا دې نه هېروي چې د رسنیو له لارې خپاره شوي مواد یې په ډېره چټکی د خلکوپه ذهنونو کې ځای نیسي، نو لازمه ده چې د تعصبي خپرونو پرځای د ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو په ساتلو کې ګامونه پورته کړي او په خپلو خپرونو کې د عام ولس خوښي او نېکمرغي په پام کې ولري، د ژبې او قلم سپېڅلتيا بدرنګه نه کړي ، ملي ګټو ته ژمن وي ، د زهرجنو کلماتو او جملو له استعماله ډډه وکړي او د خپل هېواد په وړاندې ټولنیزې ژمنې ، اسلامي او ملي مسئولیت او وظیفوي رسالت له پامه ونه غورځوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button