
روغتیا
عالیقدر امیر المؤمنین د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون روغتیايي پرسونل ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی
عاليقدراميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله بېګاه د قندهار د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته ورغلی او د ناروغانو پر پوښتنې سربېره یې له روغتیايي پرسونل سره نغدي مرسته هم کړې ده. امیرالمومنین حفظه الله د دغه روغتون د مسئولینو او روغتیايي پرسونل ستونزې او غوښتنې هم اورېدلي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.