ټولنه او کلتور

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د نظامي ليکو د بشپړې تصفيې امر کړی

عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د يو شمېر قول اردو ګانو له قوماندانانو سره وکتل.د اسلامي امارت زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله له قول اردو ګانو څخه د ليدنو او له اړوندو قوماندانانو سره د ملاقاتونو په لړ کې د پنجشنبه په ورځ د افغانستان داسلامي امارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو، د ۲۰۳ منصوري قول اردو، د ۲۱۷ عمري قول اردو اود ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو له قوماندانانو او يو شمېر نورو لوړ پوړو مسئولينو سره وکتل.عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله نوموړو مسئولينو ته د صف د بشپړې تصفيې، د سرحداتو د کلکې ساتني، د مجاهدينو د اخلاقي او نظامي روزني او د دوی د ستونزو د حل کولو، د نظام د استحکام او د شرعي احکامو د عملي کولو په اړوند لازم  لار ښوونې کړي.عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله وويل: دا چې د نړۍ له پنځوسو ډېرو يرغلګرو هيوادونو په پوره قوت سره د سلګونو زرو قواوو په ملتيا زموږ پر خاوره يرغل وکړ او دلته مېشت شول؛ خو افغانانو دوی ته سر ټيټ نه کړ، په پوره مېړانه يې د دوی مقابله وکړه او ماتي يې ورکړه، نو اوس هم پر موږ باندې د دوی فشارونه کومه ګټه نه ورته کوي، بلکې لا د بې باورۍ سبب ګرځي.د افغانستان مسلمان ولس اسلامي نظام غواړي او سيکولريزم نه غواړي، که يې غوښتلای، نو شل کاله يې پر ځان او مال زموږ حمايه نه کوله، که خدای مکړه موږ اوس د شريعت خلاف ګامونه ږدو، نو زموږ انجام به هم د تېري فاسدي ادارې په څېر وي او ولس به زموږ خلاف راپورته کېږي، اوس د دې وخت رارسېدلی ، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه بلکې خادمان يو، کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس له موږ څخه راضي شي ،نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله قوماندانانو ته دا هم وويل، چې زموږ هېواد ډېرو عام المنفعه کارونو ته اړتيا لري؛ نو موږ په دې هکله تصميم نيولی، چې له قول اردوګانو، ولايتي ادارو، فوايد عامې، د کليو د پراختيا او بيارغوني، ښارواليو او ځينو نورو رياستونو څخه ګډي کمېټې جوړي کړو ،چې په ولايتونو کې لوی او کوچني سړکونه، بندونه، پلونه او نور عام المنفعه کارونه ترسره کړي، تاسو به د قول اردو اړوند هغه وسايط ،چې په عام المنفعه کارونو کې استعمالېدلای شي ټول دغه کمېټو ته د ضرورت په وخت کې ور کړی ،ترڅو په عاجله او دوامداره توګه ولس ته اسانتياوې برابرې شي.په دغې کتنه کې د راغلو مسئولينو ستونزي او وړانديزونه واورېدل شول او په اړه يې لازم هدايات وشول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button