سرلیکنې

صنعتي زراعت؛ د هيواد د پرمختګ لنډه لاره؟!

55 / 100

افغانستان يو زراعتي هيواد دی او ډېر وګړي يې پر کرونده او باغوانۍ بوخت دي، خو دغه بوختيا يې د ستړيا په کچه مزد او اجره نه ورکوي.هر کال چې کله د کروندګر او باغوان له بې کچې ستړياوو او لګښتونو وروسته مېوې او سبزيجات ورسېږي او دوی هيله لري چې داځل به يې خوارۍ رنګ راوړي او ښه عوايد به ترلاسه کړي، د‌ بازار د نشتوالي له امله د مېوو او سبزيجاتو نرخونه دومره ډېر راټيټ شي، چې کروندګر ته خپل لګښتونه هم نشي پوره کولی.

کروندګر او باغ لرونکي اړ شي چې مېوې او سبزيجات په ډېره کمه بيه وپلوري، په دغه وخت کې يې د ګټې هيله پای ته رسېدلې وي او ټوله هڅه يې دا وي، چې له تاوان څخه وژغول شي او خپل لګښتونه پوره کړي.

اوس بيا هماغه وخت دی، د هېواد ډېرو ولايتونو کې پرېمانه مېوې رسېدلي دي؛ خو کروندګر او باغ لرونکي يو ځل بيا له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان ښکاري.

د دې لپاره چې موږ له دغې ستونزې ووځو، دوه لارې لرو: لومړۍ لاره يې اساسي او اوږدمهاله ده او دوهمه يې لنډمهاله او عاجله‌ .

د‌ دغې ستونزې اوږدمهاله او اساسي حللاره دا ده، چې موږ خپل زراعت صنعتي کړو، د هېواد په بېلابېلو برخو کې مو پانګوال د حکومت په مرسته او همکارۍ له تازه مېوو او سبزيجاتو څخه د معياري جوسونو، چپسو، روب او نورو تر ډېره وخته ساتل کېدونکو توکو د جوړولو معياري فابريکې جوړې کړي او دغه راز د هېواد په بيلابيلو برخو کې سټنډرډ سړې خونې جوړې شي، چې په مرسته يې مېوې او سبزيجات تر يوه وخته وسايل شي، تر څو په بازار کې ارزښت له لاسه ورنه کړي، په دې توګه به نه يوازې د کروندګرو هيلې پوره شي، بلکې موږ به غذايي خونديتوب هم ترلاسه کړو.

دغه راز په دې برخه کې به د يو هېواد او يا يوې ټرانزيټي لارې پر ځای پر نورو مارکېټونو او بديلو لارو هم غور وشي، تر څو مو کروندګر، باغ لرونکي او سوداګر له زيان څخه وساتل شي.

د دې لپاره چې موږ سږکال او په نږدې راتلونکي کې څه ډول له دغې ستونزې سره مبارزه او تر يوه حده دغه مشکل مهار کړو، پکار ده، چې ټول هېوادوال مو د ملي احساس له مخې د نورو هېوادونو د مېوو او سبزیجاتو پرځای په خپله هم د خپل هېواد مېوې او سبزيجات وکاروو او نور هم دغه کار ته وهڅوو.

په دې برخه کې د حکومت تر څنګ رسنۍ، ديني عالمان، بانفوذه او مشهورې څېرې او ښوونکي هم مسئوليت لري، چې دعامه پوهاوي له لارې خلک د خپلو مېوو او سبزيجاتو کارولو ته وهڅول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button