ګزارش

صرافان:  د افغانیو د نويو چاپ شويو بانکنوټونو پر وېش تجارت روان دی

د هيواد په بازارونو کې د افغاني بانک‌نوټونو له زړښت او ډېروالي د شکايتونو ترڅنګ ځينې صرافان وايي ،چې د نويو چاپ شويو لس‌ګون او شل‌ګون افغاني بانک‌نوټونو پر وېش تجارت روان دی.

د هيواد په بازارونو کې د افغاني بانک‌نوټونو له زړښت او ډېروالي د شکايتونو ترڅنګ ځينې صرافان وايي ،چې د نويو چاپ شويو لس‌ګون او شل‌ګون افغاني بانک‌نوټونو پر وېش تجارت روان دی.دوی وايي ،چې د  هيواد په بازارونو کې نوي لس‌ګون او شل‌ګون پنځه لاسه کېږي او په وينا يې، بانکونه هم نوې چاپ شوې پيسې چا ته نه ورکوي.د کابل ښار يو هټيوال عبدالودود رسنيو ته ويلي، چې نوې چاپ شوې پيسې بازار کې چلښت نه‌لري چې دې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.نوموړي وويل:  (( له زړو افغانيو سره په تکليف يو، ټول يې له ستونزو سره مخ کړي يو، پېرودونکي راسره ډېر جنجال کوي. که شل، لس يا پنځوس افغانۍ ،چې جېب کې کېږدو، زړې وي يا ورستې شوې وي، جرې کېږي او نه چلېږي.))په ورته مهال د کابل يو بل هټيوال راستين بيا له حکومته غواړي ،چې له بازار څخه زړې افغانۍ ټولې او پر ځای يې نوې پيسې بازار ته وړاندې کړي.

د نوموړي په وينا: بانکونه هم په اسانۍ نوې چاپ شوې افغانۍ نه ورکوي. ده وويل:  (( لومړي بايد فورم ډک کړې، بيا به يې وړې ،چې اوکې يې کړي او له هغه وروسته دې پيسې چک کوي او اجرات درته کوي. بانکونه يې بايد خپله ووېشي.))بله‌خوا د کابل ښار يوشمېر صرافان هم وايي ،چې بانکونه ورته نوې چاپ شوې پيسې نه ورکوي او دوی اړ دي ،چې نوي چاپ شوي لس‌ګون او شل‌ګون شهزاده سرای څخه وپېري. د دوی په وينا، شهزاده سرای هم پر صرافانو دغه پيسې په لوړه بيه پلوري.د کابل ښار يو صراف رحمت وايي: هغه نوې چاپ شوې پيسې چې له شهزاده سرای څخه پېري، پر خلکو يې پلوري او تر ۱۰۰۰ افغانيو ګټه په‌کې کوي.

ده وويل:  (( صرافانو ته چې نوې پيسې رسېږي، څلور-پنځه لاسه کېږي، هغه پيسې، چې موږ له خلکو ټولوو، دوی يې په ارزانه بيه اخلي. موږ له سرای شهزاده څخه ۱۰۰۰ نوې افغانۍ په ۱۲۰۰ اخلو او چې پر خلکو يې پلورو بايد په‌کې ۱۰۰ يا ۵۰ يا ۱۰۰۰ افغانۍ ګټه وکړو او که داسې نه وي، موږ زيان کوو.))خو د افغانستان بانک مسئولين بيا د نويو چاپ شويو بانک‌نوټونو پلور ردوي او وايي، چې دې برخه کې هېڅ کمېشن‌کاري نشته او بانکونو کې د نويو چاپ شويو افغانیو د وېش بهير په عادي توګه روان دی.د افغانستان بانک وياند حسيب‌ نوري وايي:  (( هيواد‌وال کولای چې زړې لس‌ګون او شل‌ګون افغانۍ ټولو بانکونو ته وروړي او پر ځای يې نوې واخلي او پر دې هېڅ فيس او کمېشن نشته. هېواد‌وال بايد چا ته کمېشن ورنه کړي او ډېر ژر به د ۵۰ او ۱۰۰ افغانيو د وېش بهير هم پيل شي.))د افغانستان بانک دوه اوونۍ وړاندې د زړو لسګون او شلګون افغانيو د راټولولو او پر ځای يې د نويو چاپ شويو سلګون  او شلګون ش د وېش بهير پيل کړی، خو هيواد‌وال وايي، چې د نويو پيسو چلښت کم او د بانکونو له لوري يې وېش سليقوي او يا د کمېشن له مخې دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button