سیاست او دولت

شیرمحمد عباس ستانکزی: له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د بریتانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن لیدنه کړې.د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د برتانيې له خوا د شويو بشري مرستو مننه کړې او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره خبرې او تعامل د هېواد، سيمې او نړۍ په ګټه بولي.

د افغانستان لپاره د بریتانیې شارژدافیر ویلي؛ د برتانيې او افغانستان ترمنځ تعامل به په راتلونکي کې لا زیات شي او دې هدف ته رسېدل مهم دي. دواړو لوریو په دې ناسته کې پر یو لړ نورو دوو اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو هم نظریات تبادله کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button