
ټولنه او کلتور
شیخ ندا محمد ندیم: په لوړو زده کړو د ځوانانو سمبالول مو ستره موخه ده
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم کندهار کې د یاد ولایت والي سره په لیدنه کې ویلي، په لوړو زده کړو د ځوانانو سمبالول مو ستره موخه ده او پانګونه ورباندې کوو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم کندهار کې د یاد ولایت والي سره په لیدنه کې ویلي، په لوړو زده کړو د ځوانانو سمبالول مو ستره موخه ده او پانګونه ورباندې کوو.
سرپرست وزیر زیاته کړې، د پخوا په پرتله مو د پوهنتونونو مسولینو او استادانو ته اسانتیاوې او امکانات ډېر برابر کړي او لا هم هڅې روانې دي.
د ښاغلي ندیم په وینا؛ اوسنیو معیارونو او اړتیاوو ته په کتو یې تحصیلي نصابونه جوړ کړي او د محصلینو لپاره د عملي زدهکړو او کاري فرصتونو پیدا کولو په موخه له ډیرو سکتوري ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د کندهار والي د هېواد د پرمختګ په برخه کې د لوړو زدهکړو پر ارزښت خبري کړي او ویلي يي دي، د لوړو زدهکړو څخه فارغ ځوانان هېواد ته په هره برخه کې پرمختګ ورکولای شي.