
ټولنه او کلتور
شیخ ندا محمد ندیم:حکومت هڅه کوي لوړې زده کړې پرمختللې او عصري کړي
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم بامیان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي عبداالله سرحدي د پوهنتون له مشرتابه، استادانو او اداري کارمندانو سره د ناستې پر مهال وویل، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي، چې لوړې زده کړې پرمختللې او عصري شي.نوموړي زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو سيستم د تېر په پرتله ښه دی او د دغه سيستم کمزوري ښودلو په برخه کې د دښمن تبلیغات بې بنسټه دي.مولوي ندیم همدارنګه د پوهنتونو د موخې په اړه وویل، چې په پوهنتونو کې باید اسلامي شخصیتونه وروزل شي، چې اساس او فکر یې پر اسلامي عقیدې او ثقافت بنا وي. په ورته وخت کې د بامیانو پوهنتون رئيس حضرت محمد برهاني په دغه کتنه کې خپلې لاسته راوړنې، ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره شریک کړل.