
شیخ محمد خالد حنفي:د شخصي ګټو په پرتله ملي او دیني ګټو ته لومړيتوب ورکړئ
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي بغلان کې یوې لویې ولسي غونډه کې ګډون کړی.د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر ویلي، ویاړم چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د بغلان مجاهد پرور او دین پرور ملت سره د امام قتیبه بغلاني په ټاټوبي کې د یوې لویې غونډې ګډونوال یم.شیخ محمد خالد حنفي زیاته کړې، چې په هیڅ فشار د اسلامي احکامو له تطبیق نشو تیریدلی بلکې د اسلامي نظام ځانګړتیا همدا ده، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر پکې شتون ولري.سرپرست وزیر بهر ته تللو افغانانو باندې غږ کړی؛ چې هېواد ته راستانه شئ او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، سمتي او قومي تعصب پای موندلی، راځئ په شریکه دا هېواد جوړ کړو. د نوموړي په وینا پرونۍ دشمني مو د نورو د عقیدې او فکر په اساس وه، د نورو له فکر تیر شئ او په یو فکر به د دین او هېواد لپاره کار وکړو. ښاغلي حنفي ملت ته په خطاب کې ویلي؛ هر یو له تاسو چې له مسولینو شکایت لرئ، په زغرده یې زمونږ له ولایتي مسولینو او په مرکز کې وزارت سره شریکولی شئ.