روغتیا

شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون کې د سیټي سکېن او امارای ماشینونو پرانیستې مراسم ترسره شول.

په یادو مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي، علمي، مالي او اداري، محصلانو چارو مرستیالانو، د تدریسي روغتون سرطبیب، تدریسي روغتون ډاکټرانو او ژورنالېستانو ګډون درلود. مراسمو ته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي وویل چې د یادو ماشینونو د استعمال په موخه د هېواد په مرکز کابل کې په مسلکي ډول کسان ورزول شول، چې دا دی په عملي ډول به له یادو ماشینونو څخه د مریضانو د تداوي په تشخیص کې کار اخیستل کیږي. د شیخ زاید پوهنتون سرطبیب حمیدالله حامد وویل چې د یادو ماشینونو په فعالیدو سره به د مریضانو د تشخیص په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي چې پر مټ به یې هېوادوالو ته ډېر خدمات وړاندې شي. شیخ زاید پوهنتون رهبري تل هڅه کوي د تدریسي روغتون په برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي، ترڅو هېوادوالو ته په صحي برخه کې په سم ډول خدمت ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button