دینی لیکنې

شپږ کسان له د غم او مصيبته نه خلاصېږي

ابوعبيده وايي:شپږ نفره چي هيڅ وخت به د مصيبت څخه خلاص نه وي: هغه څوک چي د بډايي توب وروسته مسکين سي، هغه سرمايه دار چي د خپل مال پر هلاکت باندي وېريږي، کينه ساتونکی، حسد کوونکی، د هغي مرتبې غوښتونکی چي دده قدر او توان هغې ته نسي رسيدلای یا يې لاسته نه شي راوړي او هغه څوک چي د علماؤ سره په داسي حال کي ځان ګډوي چي دی علم نه لري.

توضيح: يعني ددغو شپږو کارونو کوونکي به تل په غم او مصيبت کي اخته وي:

– څوک چي د له بډاینې وروسته مسکين او ناداره سي ځکه چي ده خو په مال او مالدارۍ کي چړچې او خوندونه ليدلي وي اوس چي ورته نه رسيږي نو طبعا احساس د غم او مصيبت کوي او يا هم شايد د خلکو پورونه ورباندي پاتې سوي وي اوس يې هغوی ورڅخه غواړي خو دی يې نسي آداء کولای چي طبعاً د انسان آرامي ورڅخه اخلي.

– هغه سرمايه دار چي پر خپل مال باندي وېريږي د هغه څخه به ځکه د آرامۍ ژوند اخيستل سوی وي او په مصيبت باندي به اخته وي چي هر ګړی به دی د ځان او مال لپاره د هلاکت او بربادۍ په فکر کي وي او هر دم به احساس د خطر کوي چي طبعاً د داسي فکر سره مصيبت مل وي.

– کينه ساتونکی او هغه څوک چي د نورو خلکو څخه د انتقام اخيستلو په فکر کي وي ارومرو به دی په مصيبت کي اخته کيږي ځکه کله چي دی انتقام نسي اخيستلای او يا هم کارونه دده پر طبيعت باندي برابر نه وي پر اعصابو باندې یي داسې فشار راځي چې دی به احساس د نا آرامۍ کوي چي دا خپله لوی مصيبت دی.

– د نورو خلکو سره حسد کوونکی خو تر ټولو ډېر په عذاب وي ځکه چي د جانب مقابل يوه کوچنۍ مسکا پر ده باندي داسې تأثير کوي لکه اتوم بم، د کوم چاسره چې دی حسد کوي تل به د هغه ژوند تعقيبوي، خپل ژوند به ورڅخه پاتې وي، د هغه د ژوند د ورانولو فکرونه او سوچونه به يې په سر کي ګرځي چي تل به لکه ليونی داسي وي او تر دې به نو لوی مصيبت چيري وي؟.

۵ – او د هغې مرتبې او چوکۍ غوښتونکی چې نه يې دی استعداد او ظرفيت لري او نه يې هم لاسته راوړلای سي په مصيبت کي ځکه اخته وي چي تل داسي وي لکه دده څخه چي يو شی ورک وي، تر ويښه به په خوب خوشحاله وي ځکه په خوب کي دی د هغې چوکۍ په اړه تصورات کوي، تر اجتماع به په يواځې والي باندي خوشحاله وي ځکه چي د ځانه سره يې په هکله خبرې کوي او داسې نور حالات چي هر ګړی يې نوموړي لوی مصيبت دی.

۶ – او چي څوک ځان د علماؤ په ټولي کي داخلوي خو عالم نه وي هغه به ځکه په مصيبت کې اخته وي چې تل به داسي شيان اوري چي دی به ورباندي نه پوهېږي، تل به داسي خبرې ورڅخه کيږي چې هېڅوک به يې ورسره نه مني، تل به داسي تبصرې او تحليلونه ورڅخه کيږي چي هيڅ عقلي لاسوند به د ځانه سره نه لري، تل به داسي مسائل بيانوي چي هيڅ اعتبار او اهميت ونلري او تل به ځان ورته داسي معلوميږي لکه ليونی چي د هوښيارانو مجلس ته راټيل وهل سوی وي.

عَنْ أَبِي عُبَيْدَةَ؛ قَالَ:سِتَّةٌ لَا يَخْلُوَنَّ مِنَ الْكَآبَةِ: رَجُلٌ افْتَقَرَ بَعْدَ غِنًى، وَغَنِيٌّ يَخَافُ عَلَى مَالِهِ التَّوَى، وَحَقُودٌ، وَحَسُودٌ، وَطَالِبُ مَرْتَبَةٍ لَا يَبْلُغُهَا قَدْرُهُ، وَمُخَالَطَةُ الْعُلَمَاءِ بِغَيْرِ عِلْمٍ .[المجالسة وجواهرالعلم ۶۶۱]

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button