اقتصاد

شپږ اقتصادي زونونه جوړېږي

په افغانستان کې د صادراتې زونونو د رامنځته کولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړانديز او د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان پر اساس د صادراتو د پروسس زون د جوړولو په موخه د فوايد عامې وزارت څخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۰۰ جريبه ځمکې د انتقال په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ ګډه ناسته شوې.

په افغانستان کې د صادراتې زونونو د رامنځته کولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړانديز او د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د فرمان پر اساس د صادراتو د پروسس زون د جوړولو په موخه د فوايد عامې وزارت څخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۰۰ جريبه ځمکې د انتقال په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ ګډه ناسته شوې.د همغږۍ په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ، فوايد عامې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړونې او ماليې وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و.د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د چارو رئيس احسان الله فطرت ويلي؛ د دغه زون جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره يو مهم ګام دی. نوموړي زياته کړې: د صادراتو د پروسس زون د سوداګريزو توکو معياري بسته بندي، پروسس او په معياري توګه د توکو د انتقال لپاره زمينه برابروي . ښاغلي فطرت ويلي، د دغه زون د نه شتون له امله؛ افغانستان هر کال شاوخوا څلور ميليارده ډالره زيان سره مخ کېږي . د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې د ملي معيارونو د اړتيا په پام کې نيولو او په دې پروسه کې د آسانتياوو برابرولو، د معياري بسته بندۍ، د کورنيو توليداتو د معياري کولو، د کارموندنې د رامنځته کولو او د هيواد د صادراتو د ودې او پراختيا په موخه د صادراتو د پروسس د زونونو د جوړولو طرحه د هيواد په ۶ ولايتونو کې د هر زون لپاره ۱۰۰ جريبه ځمکې په نظر کې نيولو سره ترتيب او د مشرتابه قدرمن مقام ته استول شوې وه، چې د قدرمن مشرتابه لخوا تاييد شوه . دغه زونونه به په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتيا ولايتونو کې جوړ شي.په هر زون کې به ۲۰ زره تنو ته د کار زمينه برابره شي، چې د کابل ولايت د صادراتو د پروسس زون د ځمکې د انتقال چارې پيل شوې او په نورو زونونو کې هم د ځمکې د انتقال لپاره کارونه جريان لري. د يادو ادارو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال کيدونکې ځمکې ساحه له نږدې کتلې او ژمنه يې کړې، چې د صادراتو د پروسس د زون په جوړولو کې به پوره همکاري وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button