سرلیکنې

شورویان؛ زموږ د ملي وحدت ويجاړوونکي !

سبانۍ ورځ چې د دلوې شپږ ویشتمه ده، زموږ د هېواد له خورا ویاړمنو ورځو ګڼل کیږي. په همدې ورځ د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ هغه وروستي ټولګي هم له افغانستانه ووتل چې دلته یې نه (۹) کاله او پنځوس ورځې پرله پسې په ډېرو سختو جګړو کې تېرکړل. په یاده موده کې د شوروي او ټول وارسا تړون شریکو وحشي لښکرو د هېواد پر ګوټ ګوټ هوایي او ځمکني بریدونه جاري وساتل، د هېواد پر لوېشت لوېشت یې بمونه، توپونه، توغندي، وړې او غټې ګولۍ وتوغولې، هېواد یې راکنډواله، لږتر لږه یو نیم میلیون وګړي یې په شهادت ورسول او تردې ډېر زیات یې را معیوب او په میلیونو یې کډوالۍ او بې کورۍ ته اړوېستل. د شورویانو د یرغل پر مهال که څه هم زموږ د هېواد هر ډول ودانۍ او اقتصادي بنسټونه کاملاً ونړېدل او لویه انساني مرګ ژوبله هم راورسېدله خو خپله د دوی اقتصاد او وحدت هم وشړید، وارسا تړون مات او کمونیستی فلسفه یې هم پوچه ثابته شوه. دغه راز پر دوی د ماتې او تښتېدلیو پېغور پورې شو او موږ د ویاړ او بریا نوم وګاټه. خو بل لورته بیا د همدې شورویانو د یرغل او مداخلو له ا مله زموږ ملی وحدت ته هم بې درکه ډېر زیان ورسېد، تردې چې د همدوی د لمسونو او لاس وهنو په نتیجه کې زموږ هېواد نور هم وېجاړ، ګټلي ویاړونه مو برباد او د شهیدانو ارمانونه مو هم له خاورو سره خاورې شول. شورویانو قومي تعصبات را وپارول، ولسي پرګنې یې یو پر بل بې باوره او د بېلابېلو ډلو مشران یې تر هغې کچې یو د بل وینو ته تږي کړل چې ان ځینې یې د یهودو، هنودو او صلیبیان دروازوته له کچکول سره ودرېدل او دوه لسیزې یې د خپلو ځاني اغراضو ا و مادي ګټو په خاطر افغان ولس یو ځل بیا د شیطاني لښکرو تر لاس لاندې اسیر کړ. په دې اساس ویلی شو چې د شورویانو له خوا موږته تر هر څه لوی زیان همدغه د ملي وحدت پاشلو زیان وچې بې له شکه موږ ته یې زښته ډېرې ستونزې راپېښې کړې. مطلب دوی زموږ تر منځ هغه فتنې راوپارولې چې د ظاهر شا اونورو پخوانیو امیرانو پر مهال ترډېره حده مهار شوې وې. د یادونې وړ ده چې د ملي وحدت ټینګښت، وحدت او د بېلابېلو قومونو او پرګنو ترمنځ همغږي او ملګرتیا هغه پياوړی ځواک دی چې د ټولو اړونده قومونو لپاره د امنیت، پرمختګ، سوکالۍ او بریا ضمانت کوي او هیڅ بهرنی مغرض لاس یې ترمنځ نه شي ځایېدلی. البته افغانانو کې د ملي یووالي د لاټینګښت لپاره د اسلام پر سپېڅلو عقایدو کلک باور او پوخ ایمان تر هرڅه زیاته محکمه رسۍ ده، ځکه له نیکه مرغه افغانانو کې هیڅ نا مسلمان وګړي شتون نه لري او له یوې مخې ګرد سره مسلمانان دي. بناء پردې که زموږ دیني علماء، استادان او نور پوهان دعوامو او خواصو ترمنځ د اسلامی اخوت او خپل منځي خواخوږۍ پر پیاوړتیا توجه او تمرکز وکړي، پرته له شکه بیا به د قومی تعصباتو ډنډورچیانو ته هیڅوک هم غوږ ونه نیسي او ټول به د څښتن تعالی پر هغې رسۍ وتړل شي د کومې چې هیڅکله شکېدل نشته. زموږ ویاړونه دې تلپاتې او د ملي وحدت دښمنان دې همېشه خوارو ذلیل وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button