ټولنه او کلتور

شهاب الدین دلاور:کدرونه او کارپوهان دې هېواد ته راستانه شي

 د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور په اروپا او امریکا کې له میشتو افغان کارپوهانو سره په کتنه کې هیواد ته د کدرونو او کارپوهانو د راتګ غوښتنه وکړه.د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غونډې په ترڅ کې دوی ته د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.په دې کتنه کې د کانونو او  پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه چې اسلامی امارت هېواد ته د افغان کارپوهانو د راتګ هرکلی کوي.په امریکا او اروپا کې میشتو افغان کارپوهانو د بهرنیو اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد او مبارزې او د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت لاسته راوړنې وستایلې او په دې برخه کې یې له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.دوی وویل: د هغو علمي، فرهنګي او تخنیکي کارکوونکو د راستنیدو زمینه به برابره کړي.د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د پخواني حکومت سلګونه سياسي څېرې او چارواکي د «افغان شخصيتونو د اړيکو کمېسيون» له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button