اقتصاد

شنونکې : د بنديزونو او فشارونو بيه د افغانستان خلک ورکوي

د رسميت پېژندنې لپاره کابل ته د نړۍ له لوري وړاندې شوي شرايط لاهم نه دي پوره شوي او په دې برخه کې نور هم جديت رامنځ ته شوی دی.خو له بل لوري بيا د افغانستان حکومت تل ټينګار کړی، چې له نړۍ سره د ښو او په متقابل درناوي د ولاړو اړيکو غوښتونکی دی او د رسميت پېژندنې لپاره يې ټول معيارونه هم پوره کړي دي . د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي وايي: د فشار سياستونه ناکام شوي او اوس د دې وخت دی، چې بايد تعامل ته سره ورسېږو او په خبره يې افغانستان د سيمې په امنيت کې مهم رول ولوبوي.متقي زياتوي: (( نور بايد له افغانستان سره مثبت تعامل وشي. کوم فشارونه چې وکارول شول، کوم تبليغات ،چې د افغانستان ولس او مجاهدينو پر ضد وشول، هغه ټول ناکام شول، د ناکامو افشنونو کارول د ناکامو خلکو کار دی.))د سياسي چارو تحليل کوونکي بيا وايي: د تېرو دوو کلونو تجربو وښوده ،چې فشارونه او بنديزونه يوازې له عامو افغانانو قرباني اخلي او ژوند يې ور سخت کړی دی.دوی وايي: تعامل ته د رسېدو لپاره بايد مذاکرات پيل شي او د ستونزو د حل او د بې باورۍ له منځه وړلو  يوازينۍ حللاره خبرې دي چې بايد دواړه لوري ورته کېني.دغه راز دوی وايي: غوښتنه يې داده چې نړۍ بايد د افغانستان د اوسني نظام په وړاندې خپل دريځ نرم کړي او اسلامي امارت دې د خپلو ولسونود ستونزو د حل لپاره انعطاف وښي.د سياسي چارو تحليل کوونکي سرور نيازي وايي: ((  د سياسي فشارونو او بنديزونو پر ځای ښه دا ده چې د تفاهم او همکارۍ لاره غوره شي. سياسي فشارونه پر افغان ملت دی. نور افغانان دې ته اړتيا لري چې په هيواد کې سمون رامنځته شي، کار رامنځته شي، نو سياسي فشارونه او بنديزونه نه شی کولی حللاره پيدا کړي.)) د سياسي چارو تحليل کوونکي قريب الرحمن شهاب بيا وايي: ((  هغه څه چې په تېرو دوو کلونو کې تجربه شول،  هغه دا دي ،چې د بنديزونو او فشارونو بيه د افغانستان خلک ورکوي. که دا دوام کوي، نو بيا به هم قرباني د افغانستان خلک وي. پايله يې موږ ګورو، چې خراب اقتصادي حالت دي،  بې کاري ده او د شرايطو خرابېدل دي، نو پکار دا ده چې د دې اندېښنو او ستونزو لپاره تعامل غوره شي او خبرې وشي.  نړۍ هم بايد دا کار له اوسنيو حاکمانو سره وکړي او اوسني حاکمان هم بايد د افغانستان د خلکو هغه غوښتنې ،چې پر اسلامي او ملي ارزښتونو ولاړ ې وې په نظر کې ونيسي او هم داسې معقولې لارې ومومي چې له مخې يې شته ستونزو ته حل لاره پيدا شي.))

ځينې نور بيا په دې باور دي چې  د فشارونو سياست پايله نه ورکوي  او نړۍ بايد د افغانستان په وړاندې خپل اوسني دريځ کې بدلون راولي او د تعامل لار غوره کړي. دوی وايي: د دوحې هوکړې له لاسليک وروسته تر دې دمه دا ثابته شوې، چې افغان لوري خپلو ژمنو ته ژمن دي او اوس نړيوالو ته په کار ده ،چې په يوه خوله تعامل ته ور وړاندې شي.له امريکا سره د خبرو لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست  مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يو پلاوي د قطر پلازمېنې دوحې ته رسيدلی دی. د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به له امريکايي لوري سره په دوه اړخيزو اړيکو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون ، په بانکي سيستم کې د اسانتياوو په رامنځ ته کولو او همدا راز د امريکايي الوتکو په وسيله د افغانستان د هوايي حريم د نقض په تړاو هم خبرې وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button