سیاست او دولت

شنونکي : کابل ته د بهرنيو استازو راتګ به له نړۍ سره د سياسي تعامل لاره هواره کړي

په دې وروستيو کې کابل ته د يو شمېر  هېوادونو  استازو سفرونه کړي، چې د نورو برخو ترڅنګ به د هيواد پر سياسې او اقتصادي برخو ښه تاثيرات ولري.

په دې وروستيو کې کابل ته د يو شمېر  هېوادونو  استازو سفرونه کړي، چې د نورو برخو ترڅنګ به د هيواد پر سياسې او اقتصادي برخو ښه تاثيرات ولري.د دې سفرونو او کتنو په يوه برخه کې ځينې مهم تړونونه هم په يو شمېر برخو کې د دواړو لوريو له خوا لاسليک  شوي دي.د سياسي چارو شنونکي د سيمه‌ييزو هيوادونو د استازو راتګ ته خوشبيني ښيي او باوري دي چې دا ليده کاته به پر اقتصادي برخو سربېره پر نورو برخو هم ښه اغېزه ولري. دوی دغه راز ټينګار لري چې بايد له دې کتنو او فرصتونو سمه ګټه پورته شي.

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: (( د اسلامي امارت له حاکمېدو تر نن ورځې د نړۍ، ګاونډيو او د سيمې هېوادونو د استازو ناسته ولاړه، غونډې او کنفرانسونه ترسره شول. دا اوس هم چې د ماليزيا، قزاقستان، ازبيکستان يا د نورو هيوادونو استازي په دغې موده کې افغانستان ته راغلل، زما له نظره زموږ له هيواد او ولس سره د دوی مثبتې کړنې د قدر وړ دي.)) د سياسي چارو شنونکي فيض محمد ځلاند وايي:  (( د افغانستان جغرافيوي جوړښت له سيمې سره تړلی دی او سيمه له افغانستان سره تړلې ده. د افغانستان په ثبات، ټيکاو او پرمختګ کې د سيمې ثبات، سوکالي او پرمختګ نغښتي دي. ماته داسې ښکاري ، چې دا وروستۍ ناستې او سفرونه ټول په همدې محور راڅرخي. که چېرته افغانستان د ثبات خوا ته لاړ شي، سيمه به ورسره د پرمختګ او سوکالۍ لور ته لاړه شي.))بله خوا د اسلامي امارت  وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دا چې هيواد ته په دې وروستيو کې د يو شمېر هيوادونو د استازو راتګ زيات شوی، دا د دې ښکارندويې کوي ، چي اسلامې امارت له نړيوالو سره مثبتې اړيکې لري او دا چاره د هيواد پر سياسې او اقتصادې برخو ښې اغېزې درلودای شي.مجاهد زياتوي:  (( د بهرنيو ديپلوماتانو تګ راتګ افغانستان سره د نړۍ د اړيکو ښکاروندويي کوي او اسلامي امارت هم غواړي ، چې له هيوادونو سره يې ښې اړيکې تامين وي او دا تګ راتګ يوازې اقتصاد ته نه، بلکې په بېلابېلو برخو کې ګټور تمامېږي.))کتونکي په دې باوردي چې افغانستان ته د بهرنيو استازو راتګ به سياسي تعامل ته لاره هواره کړي.  دا په داسې حال کې ده چي په دې وروستيو کې د روسيې، ايران، پاکستان، ازبيکستان، قزاقستان، آذربايجان او ماليزيا د سره صليب د اسيايې برخې استازي، د اسلامې همکاريو سازمان غړي او ګڼ شمېر نورو هيوادونو استازو کابل ته سفرونه کړي او د افغان حکومت له مسئولينو سره يې په بېلابېلو برخو کې ليدلي او يو لړ سوداګريز هوکړه ليکونه يې هم لاسليک کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button