مقالې او تبصرې

شنونکي: نړۍ د افغان حکومت  له ر سميت پيژندنې پرته بله لاره نه لري

د افغانستان په تړاو قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ جوړې شوې نړيوالې نغونډې ته د افغانستان استازي  نه وو وربلل شوی.په قطر کې د اسلامي امارت سياسي دفتر مشر سهيل شاهين وايي: د افغان حکومت پلاوي له ګډون پرته هېڅ نړيواله غونډه پايله نه ورکوي او ستونزې نه شي حل کولی.شاهين وايي: دا مهمه ده،چې د افغانستان بېلا بېلو مسئايلو په تړاو يې نړيوال نظريات واوري او همداراز په افغانستان کې له عيني واقيعتونو خبر شي.د شاهين وايي: د قطر غونډې يوه نميګړتيا همدا ده،چې اسلامي امارت استازي په کې حضور نه نه در لود.ده زياته کړې: (( د افغانستان په هلکه هره نړيواله غونډه د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته مثبته پايله نه شي درلودلي. اړينه ده،چې د هرې موضوع په هلکه نړيوال زموږ نظر واوري او په افغانستان کې ځمکنيو واقيعتونو باندې پوه شي، د دې لپاره د اسلامي امارت پلاوي ګډون ضروري وو، د دوحې غونډې لويه  ستونزه داده،چې د اسلامي امارت پلاوي په کې شتون نه در لود ،د  غونډې په پايله کې به په ډاګه کړي،چې د مسئايلو حل لپاره په کې کوشش شوی او که يوازې هدف يې فشار اچول دي.)) د سياسي چارو  کارپوهان بيا وايي: د نړيوالو قوانينو پر اساس چې د کوم هېواد په تړاو بحث کېږي،بايد د هغه هېواد استازي موجود وي او دلته ملګرو ملتونو ته لازمه وه،چې د افغانستان نظام استازي يې د قطر غونډې ته وربللي وای.دويوايي: نړۍ اوس دې پايلې ته رسيدلې،چې د افغانستان حکومت د ر سميت پيژندنې پرته بله لار نه لري او دا لرې نه ده،چې افغانان به له اوسنۍ نړيوالې اقتصادي او سياسي انزوا ووځي.

 د سياسي چارو کارپوه مختار هاتف وايي: (( ملګرو ملتونو ته اړينه دا وه،چې د نړيوالو قوانينو تر سيوري لاندې،چې د افغانستان نظام استازي يې هلته غوښتلي وای. ډاډ دادی،چې امريکا ، ملګري ملتونه او روسان دې پايلې ته رسيدلي،چې ورو ورو د افغانستان نظام په رسميت وپېژني،چې له دې سره به افغانستان له نړيوالې سياسي او اقتصادي انزوا ووځي.))د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا بيا وايي: د قطر غونډ ته د کابل نه وربلل په دې مانا دي،چې  هرڅه يو  اړخيز روان دي او له دغسې کړنو هغه څه لاسته نه راځي،چې تمه يې کېږي .

د اکبر اغا په خبره، ملګرو ملتونو بايد دغه غونډه د يو پراخ ديد پر اساس جوړه کړې وي او د افغانستان استازي وربلل شوي وای.ده زياته کړه: (( په دې کې هېڅ شک نشته ،چې د قطر غونډې ته د افغانستان فعلي واکمنان نه وو غوښتل شوي،ډېره به کمزورې وه او غونډه به مثبتې پايلې نه لوده.))

د قطر په غونډه کې،چې د افغانستان په تړاو جوړه شوې او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتيريش يې کوربه وو،د دغه سازمان غړو هېوادونو په کې ونډه اخېستې او د افغانستان په تړاو په کې د بندو دروازو ترشا بحثونه وشول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button