سیاست او دولت

شنونکي : نړۍ دې په رښتيني توګه خپل دريځ بدل او پر افغانستان دې لګېدلي بنديزونه لرې کړي

13 / 100

د دوحې درېيمه وروستۍ غونډه کې چې په قطر کې ترسره شوه د نورو مسايلو ترڅنګ له افغانستان سره پر تعامل هم خبرې وشوې ،چې د افغان حکومت د سياسي بقا لپاره مثبتې يادېږي.د سياسي  چارو کارپوهان وايي: نړۍ ليواله ده چې  له افغانستان سره له نږدې کار وکړي او رسمي تعامل ولري.دوی وايي: اوس د نړۍ په دريځ کې بدلون راغلی او د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره لاهم ژمنه ده.دغه راز دوی زياتوي: افغان لوري ته پکار ده، چې  د دوحې له درېيمې ناستې را وروسته له رامنځته شويو فرصتونو چې د نړۍ د هېوادونو له لوري رامنځته شوي، بايد سياسي ګټه واخيستل شي.تحليل دا دی ،چې رامنځته شوي فرصته کولی شي د افغانانو شته اقتصادي ستونزې تر ډېره حل کړي. د پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند وايي: « زما په نظر نړۍ لاهم ژمنه ده چې له سيمې سره په ګډه د افغانستان اوسنۍ مسئلې ته سياسي حل پيدا کړي. دا فرصتونه موږ ته زمينه برابروي ، چې موږ له نړۍ سره خپل توپيري بحثونه، غوښتنې او راتلونکي فکرونه په ښه توګه شريک کړو.))ځېنې نور بيا په دې اند دي چې د افغانستان اوسني نظام او افغان ولس دواړه له نړۍ سره رسمي اړيکې او سياسي تعامل غواړي او پر دې مسئله يې بار بار ټينګار هم کړی؛ خو دا نړۍ ده چې د خپلو سياسي ملحوظاتو له مخې ، له افغانستان سره تعامل ته پلمې جوړوي.دوی وايي: نړۍ بايد په رښتيني توګه خپل دريځ بدل کړي او پر افغانانو لګېدلي بنديزونه لرې کړي.د سياسي چارو کارپوه توريالۍ ځا ځی وايي: « اسلامي امارت او افغانان غواړي چې له نړۍ سره تعامل وکړي؛ خو له بده مرغه نړيوال د خپلو سياسي موخو لپاره نه غواړي چې له افغانانو يا  افغان حکومت سره تعامل وکړي او دا د نړيوالو له لوري يو جنايت دی.))غوښتنه دا ده، اوس چې د افغانستان په تړاو د نړۍ په دريځ کې مثبت بدلون راغلی. اسلامي امارت تل ټينګار کړی ،چې له ټولو سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې اړيکې او تعامل غواړي او ډاډ يې دا دی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button