
شنونکي: نړيوال بنديزونه مستقيم افغانان زيانمنوي
د هيواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له نړيوالو غوښتي چې پر اسلامي امارت لګېدلي بنديزونه او محدوديتونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.امير خان متقي وړمه ورځ له بلغاريا څخه د ۱۸هغو افغانانو د کورنيو له غړو سره د تسليت او فاتحې په مراسمو کې دا څرګندونې کړې
د هيواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له نړيوالو غوښتي چې پر اسلامي امارت لګېدلي بنديزونه او محدوديتونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.امير خان متقي وړمه ورځ له بلغاريا څخه د ۱۸هغو افغانانو د کورنيو له غړو سره د تسليت او فاتحې په مراسمو کې دا څرګندونې کړې او زياته کړې يې ده ،چې پر افغانانو د نړيوالو لګېدلي بنديزونه ظالمانه دي.(( زما په نظر هغه هيوادونه ،چې د افغانستان پر مظلوم ولس يې بندېزنه لګولي، دا ظلم دی. په هېڅ ډول نړيوالو نورمونو کې داسې ماده نه شته، چې پر يو ولس داسې بندېزونه ولګوي ،چې ټولې خواوې ترې اغېزمنې شي.))يو شمېر هيوادوال هم له هغو بندېزونو شکايت کوي ،چې د نړيوالو له خوا پر افغان حکومت لګول شوي دي.هيوادوال هم پر افغانستان د لګېدلو بنديزونو په اړه پر نړيواله ټولنه نيوکه کوي او وايي، چې دغو بنديزونو نه يوازې پر حکومت، بلکي د عامو خلکو پر ژوند هم منفي اغېز ه کړې او له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي.
د کابل اوسېدونکی محمود خان وايي: نړيوالو بندېزونو د افغانانو ژوند سخت کړی او د اقتصادي ستونزو تر څنګ يې له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ کړي دي.
(( په افغانستان کې د روان بد اقتصادي وضعيت يو دليل همدا نړيوال بندېزونه دي. خلک يې له ستونزو سره مخ کړي او د همدغو بنديزونو او د کار دنشت له کبله ډېر ځوانان غواړی دکار روزګار له لپاره بهر ته لاړ شي.))بله خوا، ملي سوداګر عبدالبصير ستانکزی وايي، چې نړيوال بندېزونه د افغانانو په حق کې ستر ظلم دی.(( د نړيوالې ټولنې له خوا د بنديزونو لګول له افغان ملت سره ظلم دی. د وضع شويو بندېزونو له کبله يوه لويه ستونزه ،چې موږ ورسره مخ يو، هغه د پيسو انتقال دی، چې زموږ کار يې ټکنی کړی.))د دې تر څنګ د بشري حقونو د چارو شنونکی عبدالقهار سروري هم وايې: هغه بنديزونه ،چې په مستقيم ډول د افغانانو ژوند ګواښي، بايد له منځه لاړ شي. (( کومې ستونزې چې اسلامي امارت او نړيواله ټولنه په خپل منځ کې لري، هغه دې د خبرو او تعامل له مخې حل کړي، خو هغه بنديزونه چې د خلکو پر ژوند اغېزه کوي، بايد لرې شي. اوس مهال افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))نه يوازې افغان حکومت د دغو بنديزونو دلرې کېدو غوښتنه کوي، بلکې د روسيې، چين، پاکستان او يو شمېر نورو هيوادونو مشرانو په ځلونو پر ملګرو ملتونو او امريکا غږ کړی چې پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې، کنګل شوې شتمني يې ازاده او له افغان حکومت سره له نږدې تعامل وکړي.