سیاست او دولت

شنونکي : نړيواله ټولنه دې د تقابل پر ځای افغانستان د همکارۍ مرکز وګرځوي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي توماس وېسټ ، چې يو ځل بيا د سيمې هيوادونو ته د افغانستان د روان وضعيت په تړاو په سفر راوتلي لومړی هند ته تللی او ډاډ يې ښودلی ، چې د افغانستان د راتلونکې لارې په تړاو يې له هندي چارواکو سره بحثونه او ليدنې ګټورې وې. 

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي توماس وېسټ ، چې يو ځل بيا د سيمې هيوادونو ته د افغانستان د روان وضعيت په تړاو په سفر راوتلي لومړی هند ته تللی او ډاډ يې ښودلی ، چې د افغانستان د راتلونکې لارې په تړاو يې له هندي چارواکو سره بحثونه او ليدنې ګټورې وې. وېسټ په ياده کتنه کې له افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو د پراختيا، بشري مرستو او پر نورو مهمو مسايلو بحثونه کړي.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د دې سفر په تړاو له شمشاد سره خبرو کې ويلي، اسلامي امارت په څه باندې دوو کلونو کې د امنيت، اقتصاد او له فساد سره د مبارزې په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او ټينګار لري ، چې هېوادونه يې بايد بابيزه ونه ګڼي.ده زياته کړې: (( نو بيا دا خبره دقيقه ده چې د افغانستان اوسنی وضعيت،لاسته راوړنې، امنيت، ثبات  او دغه راز د مخدرو توکو پر وړاندې مبارزه، فساد سره مبارزه، اقتصادي برخه کې پرمختګونه، د ثبات او امنيت برخه کې پرمختګونه دا بايد په نظر کې ونيول شي او د دې د ملاتړ لپاره بايد هڅې وشي. دا هم د سيمې او هم د هيوادونو پر ګټه ده، هم د امريکا پر ګټه ده او هم د افغانستان پر ګټه ده، نو دوی بايد مثبت ليدلوري ولري او له افغانستان سره د همکارۍ روحيه منځته راشي.))د سياسي چارو کارپوهان  د ټوماس وېسټ وروستي سفرونه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره په ګټه نه بولي.د سياسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: (( زما په اند پخوا هم د  امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سيمې ته سفرونه کړي، خو کومه خاصه پايله يې نه لرله. موږ هر هغه حرکت چې د افغانستان له ملي ګټو سره مطابقت کوي، موږ يې هرکلي کوو، خو ښه به دا وي چې نړيواله ټولنه او سيمه په ګډه افغانستان د همکارۍ مرکز وګرځوي، نه د تقابل مرکز.))د افغانستان په تړاو د قطر پلازمينه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوتېريش په مشرۍ د تيرې مياشتې له کنفرانس وروسته دا لومړي ځل دي چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ سيمې ته په سفر راوتلي او پيل يې له هنده  وکړ چې له ياد هېواده وروسته متحدو عرب اماراتو ته ځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button