
شنونکي : د سپټمبر ۱۱مه پر افغانستان د امريکا او د هغوی د ملاتړو د يرغل پلمه وه
د ۲۰۰۱ ميلادي کال د سپټمبر پر ۱۱ مه د امريکا په نيويارک ښار کې پر دوو سوداګريزو مرکزونو د الوتکو په وسيله بريد وشو، چې له کبله يې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول.امريکا د دغو بريدونو پړه پر القاعده ډلې واچوله او پر افغانستان يې ځکه يرغل وکړ چې ګواکي د دې ډلې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې دی، خو کابو يوه لسيزه وروسته د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې شهيد شو.
شنونکي هم د سپټمبر پېښه پر افغانستان د امريکا د يرغل لپاره يوه پلمه بولي.
د پوځي چارو شنونکی عزيز ستانکزی وايي: امريکا چې د کومو اهدافو لپاره افغانستان ته راغلې وه، نه يوازې دا چې هغه تر لاسه نه شول، بلکې په دې هيواد کې يې هېڅ بنسټيز کارونه ونه کړل.
د پوځي چارو شنونکي عزيز ستانکزي: (( امريکا چې په کوم هدف افغانستان ته راغلې وه، تر لاسه يې نه کړل، بلکي داسې نمايشي کارونه يې وکړل چې هېڅ بنياد يې نه درلود. د دوی په اوږد مهاله جګړه کې په زرګونو افغانان شهيدان شول او سخته ويجاړي يې رامنځته کړه.))
د سياسي چارو شنونکی احمد خان اندړ هم وايي: ((له بده مرغه له هغه وروسته امريکا هوډ وکړ چې افغانستان اشغال کړي، په داسې حال کې چې د دې پېښې عاملين هېڅکله افغانان نه وو.))
امريکا په افغانستان کې شاوخوا شل کاله حضور درلود، خو په دې موده کې نه يوازې دا چې له افغانانو سره يې کړې ژمنې عملي نه کړې، بلکې هغوی يې په داسې اقتصادي ستونزو، لوږې او بېوزلۍ کې پرېښودل ،چې هره ورځ ترې کړېږي او زرګونه ځوانان له هيواده د وتلو هڅه کوي.
که څه هم امريکا اوس په افغانستان کې ديپلوماټيک حضور نه لري، خو خپل سفارتي کارونه له قطر هيواده ترسره کوي.د اسلامي امارت مشران بيا د امريکا په ګډون له ټولو هيوادونو څخه غواړي ،چې بيرته افغانستان ته راشي او دلته سفارتونه پرانيزي. د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي څه موده وړاندې په کابل کې يوې غونډه ته په وينا کې پر امريکا او نورو غربي هيوادونو غږ وکړ چې د افغانستان په بيا رغونه کې ونډه واخلي. (( هغه هيوادونه چې په افغانستان کې يې پوځي فعاليت درلود، پر هغوی لازمه ده چې بېرته راشي او د دې هيواد په آبادۍ کې ونډه واخلي.))په افغانستان کې د امريکا او ناټو د شل کلن پوځي شتون په ترڅ کې په زرګونو ملکي وګړي ووژل شول، سلګونه زره بې کوره شول او لسګونه زره نور معيوب شول.خو پر دې ټولو سربېره، امريکا اوس هم د افغانستان شتمني کنګل کړې، پر بانکي سيستم يې بنديزونه لګولي او د دغه هيواد په ګډون لا هم اسلامي امارت هېڅ هېواد په رسميت نه دي پېژندلي.