اقتصاد

شنونکي: د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره دې د هيواد پر صنعتي او کرنيزو برخو پانګونه زياته شي

6 / 100

د افغانستان لپاره د امريکا د بيارغونې نړيوالې ادارې(يو.ايس.اې.آي.ډي) راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان په شمال، شمال ختيځ او لويديځو برخو کې د تېرې مې مياشتې وروستيو ويجاړوونکو سېلابونو او په يو شمېر نورو ولايتونو کې پرله پسې وچکاليو د لوږې او خوراکي ناامنۍ چانس زيات کړی.راپور کاږي، چې په دې سيمو کې بېوزلي د روان کال تر سپتمبر مياشتې د دې سيمو د اوسېدونکو ژوند ګواښي.د راپور يوه برخه: « د افغانستان په شمال، شمال ختيځ او لوېديځو سيمو کې د وروستيو سېلابونو پايلې به له مې تر سپتمبر مياشتې پورې دوام ولري. د اورښتونو د کچې کموالي او د يادو برخو په يو شمېر سيمو کې د تېرې مې پرمهال شديد اورښتونه د ورانۍ او ويجاړۍ لامل شوي. د دې ترڅنګ تمه ده، چې د ۲۰۲۴ز کال کرنيز حاصلات به خپلې مساوي کچې ته ورسېږي.))د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبايوا دوه اوونۍ وړاندې د دې سازمان امنيت شورا ته په خپل راپور کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو په اډانه کې ترسره شويو مرستو ته اشاره کړې وه.د نوموړې په راپور کې راغلي و، چې له اړمنو افغانانو سره له څه باندې اوو ميلياردو نقدي او خوراکي مرستو سره سره چې څلور ميليارده يې يوازې د اړينو لومړنيو بشري اړتياوو په برخه کې وې؛ لا هم د بېوزلۍ ګواښ له منځه نه دی تللی.د اقتصادي چارو شنونکی سيد مسعود وايي: (( له ټولو بده دا ده چې تل په افغانستان کې ناڅاپي پېښې رامنځته کېږي او د بېوزلې ترڅنګ دا چې موږ امکانات نه لرو؛ نو دا بيا نورې ستونزې زېږوي. موږ کلونه وړاندې دا غوښتنه کړې وه چې موږ بايد د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره مشخصې زېرمې ولرو، دا اقليمي بدلونونه چې يو دم رامنځته شول او ډېر زيات شول زما په نظر دا ډېر بد چانس دی.))ځېنې نور بيا په هېواد کې دوامداره بې کاري، پرله پسې وچکالي، طبيعي افات او د بېلابېلو لاملونو له کبله کډوالي د افغانانو ترمنځ د اقتصادي ستونزو او پراخې بېوزلۍ لامل ګڼي.دوی د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر نړيوالو غږ کوي، چې په دې برخه کې خپل مسئوليتونه اداء کړي او له چارواکو غواړي، چې د کاري فرصتونو د ايجاد او د هېواد د صنعتي او زراعتي برخو د ودې له لارې دې اوږدې ستونزې ته حللار ومومي.د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزيز وايي:  ((  حاکم نظام مسئوليت لري چې له دغه حالته د وتلو لپاره پر نړيوالو اړيکو تمرکز زيات کړي، د نړيوالو مرستندويو ادارو توجه را جلب کړي، افغانستان کې د پانګونې لپاره فرصتونه لازيات کړي، پر ټرانزيټي ارزښت تمرکز ګړندۍ کړي او په دې برخه کې نوې پروژې پلي کړي، د معدن، صنعت او کرنې برخه کې نوې پانګونې پراخه شي او د پخوانيو پانګونو د ساتنې لپاره دولت بايد لا هڅه وکړي. نړيوال هم بايد افغانستان يوازې پرې نږدي، ځکه افغانستان له يوه نازک حالته تېرېږي او په بېلابېلو برخو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.))دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ګڼو نړيوالو مرستندويو ادارو د افغانستان اقتصادي وضعيت له ستونزو سره مخ بللي و او د دې ستونزې د حل په موخه يې د څه باندې دوو ميلياردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button