مقالې او تبصرې

شنونکي:  د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره په بنسټېزو منابعو پانګونه په کارده

د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ په اړه د نړيوالو مرستندويو سازمانونو راپورونه احتمالي ګڼي او زياتوي ،چې دا له هغو اساسي حقيقتونو سره سمون نه لري، چې په افغانستان کې موجود دي، خو وايي چې په هېواد کې بېوزلي شته.دوی وايي: ((تر اوسه نړيوالو زموږ پر اساسي منابعو د سرمايه ګذارۍ لپاره هېڅ نوع اقدام نه دی کړی، بلکې اقتصادي موارد په سياسي مواردو پورې تړي. ښه به دا وي، چې د نړيوالو کنوانسينونو او نړيوال سوداګرۍ پر بنياد له افغانستان سره تعامل وکړي.)) له بلې خوا د اسلامي امارت مسئولين وايي، چې د خپلو امکاناتو په بنسټ د هېواد په ټولو ولايتونو کې د خلکو ستونزو لرې کولو لپاره لازم تدابير نيولي.د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي : (( بشري مرستې د لنډې مودې لپاره اړينې دي، خو هغه راپورونه، چې د نړيوالو سازمانونو له خوا خپرېږي په حقيقت کې هسې نه ده، چې دوی يې اټکل کوي. اسلامي امارت په ټولو برخو کې تدابير لري، خو اړتيا ليدل کېږي چې د هېوادوالو لاسنيوی بايد وشي او مرستې چټکې شي.)) د يادونې وړ ده، چې يو شمېر هېوادوال له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سر ټکوي.دوی د اسلامي امارت له مسئولينو غواړي، چې د کار زمينه ورته برابره کړي ،چې وکولای شي د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button