سیاست او دولت

شنونکي: افغانستان له نړۍ سره د نږدې کېدو پر لور روان دی

د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاريو سازمان ترڅنګ د ګڼو غربي او سيمه‌ييزو هېوادونو استازي کابل ته تګ راتګ لري او له افغان چارواکو سره ليدنې کوي ،چې بېلابېل موضوعات په کې مطرح کېږي.په دې وروستيو کې دغه ليدنې زياتې شوې، چې ورسره دا خوشبيني هم پيدا شوې چې ګنې افغانستان له نړۍ سره د نږدې کېدو پر لور ګامونه اخلي.د سياسي چارو شنونکي په دې اند دي ،چې د افغانستان جغرافيايي موقعيت هغه څه دي چې نړۍ له  کابل سره د اقتصادي او سياسي اړيکو ټينګښت ته هڅوي او له افغان چارواکو سره وروستيو ناستو دا تمې لاپسې زياتې کړي دي چې ګنې هېوادونه د افغانستان رسميت پېژندنې ته نږدې شوي دي.د سياسي چارو شنونکي سرور نيازي وايي:  (( افغانستان د خپل جغرافيوي موقعيت له پلوه نړۍ ته ډېر ارزښت لري؛ نو ځکه نړيوال غواړي چې له افغانستان سره سياسي او اقتصادي اړيکې ولري او له افغان حکومت سره نږدېوالي پيدا کړي، تعامل وکړي او بالاخره دې ته لاره هواره کړي، چې شته ستونزې له منځه لاړې شي او د افغانستان حکومت پر رسميت وپېژندل شي.))شنونکي وايي، چې په کابل کې له افغان چارواکو سره د نړيوالو سازمانونو او هېوادونو د استازو او پلاويو د ليدنې يوه موخه دا هم کېدای شي چې دوی غواړي د افغانستان او سيمې وضيعت له نږدې وڅاري ،خو دغه ليدنې دا پيغام هم رسوي چې ترډېره افغانستان له نړۍ سره تعامل ته نږدې شوی دی.د سياسي چارو شنونکي قريب الرحمان شهاب وايي:  (( افغانستان ته د بېلابېلو سازمانونو د پلاويو د راتګ يوه مانا دا ده، چې دغه هېوادونه او سازمانونه غواړي تل له حالاتو باخبره اوسي او د افغانستان او سيمې حالات ارزيابي کړي او دويمه دا ښيي ،چې د افغانستان، د سيمې هېوادونو او نړۍ ترمنځ يو ډول اړيکې موجودې دي او د پلاويو راتګ د دې هڅه هم ده چې سيمه او نړۍ په افغانستان کې ځېني مسايل غواړي او هغه د همدې پلاويو په واسطه انتقالوي.))د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي: د بهرني سياست د دستګاه پرمټ يې له هېوادونو سره اړيکې پياوړې شوي او وروستيو ليدنو کې چې په کابل کې له چارواکو سره ترسره کېږي پر پانګونې، اقتصادي مسايلو او همدا راز د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو پر پياوړتيا ټينګار زيات شوی.مجاهد زياتوي: (( د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت ډيپلوماټيکه دستګاه الحمدلله ډېره فعاله ده، له هېوادونو سره يې اړيکې تامين کړي دي، د هېوادونو ترمنځ ګټه‌ييز تړاوونه ډېر شوې، د سيمې هېوادونه او بېلا بېل پلاوي افغانستان ته راغلل، زموږ پلاوي وخت پر وخت ځي، د بېلابېلو پروژو په اړه خبرې کېږي،د پانګونې په اړه تصميمونه نيول کېږي او همداسې د يوې اعتمادي فضا د رامنځته کېدو لپاره هڅې روانې دي چې دا هم د افغانستان او د سيمې د هېوادونو په ګټه بولو او د کومو هېوادونو پلاوي چې دلته راغلي ‌ډېر يې په ډيپلوماټيکه برخه کې او هم په اقتصادي او سياسي برخه کې د اړيکو د پياوړتيا غوښتنه کوي ،چې افغانستان هم دې هر څه ته اړتيا لري.)) دمګړۍ په کابل کې ګڼ نړيوال سازمانونه او د سيمې مهم او ځواکمن هېوادونه سياسي استازولۍ لري چې ډيپلوماتان يې پر چارو بوخت دي او له چارواکو سره هم په اړوندو مسايلو ليدنې لري.دغه ډول اړيکو ته بيا په نړيوالو ډيپلوماتيکو اصولو کې نااعلان شوې او يا هم خاموشه رسميت پېژندنه ويل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button