سیاست

شنونکي: افغانان تجربه شوې او تکراري څېرې نورې نه غواړي

د ګڼو هيوادونو له لوري د ټولګډونه حکومت په رامنځ ته کېدو ټينګار داسې انګيرل کېږي چې ګنې دغه هيوادونه غواړي يوځل بيا پخواني سياسيون او چارواکي ، چې اوس يې افغانستان پرېښی دی حکومت کې ځای پرځای کړي.

د ګڼو هيوادونو له لوري د ټولګډونه حکومت په رامنځ ته کېدو ټينګار داسې انګيرل کېږي چې ګنې دغه هيوادونه غواړي يوځل بيا پخواني سياسيون او چارواکي ، چې اوس يې افغانستان پرېښی دی حکومت کې ځای پرځای کړي.

د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي ، چې  افغان ولس ته  ازمويل شوې او تکراري څيرې نورې د منلو نه دي.

د سياسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي: (( راځئ وګورو افغانان هغه ازمويل شوې څېرې کومې چې په ميلياردونو ډالره يې لوټ کړل، زرګونه جريمه ځمکې يې غصب کړې، هغه څېرې چې افغانان يې دلته پرېښودل او بهر وتښتيېدل، دا څېرې افغانان نور نه غواړي.))ځينې نور بيا وايي: ټول افغانان حق لري ، چې ځان په نظام کې وګوري ، خو هغه کسان چې ولس امتحان کړي او ښه مخينه نه لري نه بايد د حکومت برخه شي.دغه راز دوي پر دې ټېنګار کوي ، چې حکومت کې بايد لوستو ځوانانو ته دندې ورکړل شي.د سياسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: ((  افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی. په نظام کې بايد هر افغان ځان وګوري. ترکومه ځايه چې د حکومت دارۍ خبره ده، هغه منفورې څېرې، چې په ملت کې بد شهرت لري او عوام ترې بدې خاطرې لري، هغه هېڅکله بيا په حکومت کې نه شي راتللي. اوس وخت د دې دی، چې نوي نسل او په ځانګړي ډول ځوانه کادري طبقه بايد په حکومت کې ډېر فعال رول ولري.))اسلامي امارت بيا وايي: اوس دلته پياوړي نظام موجود دی او سياسي ثبات ټينګ شوی دی او پرهغو مخالفو څېرو چې د جمهوريت له سقوط سره يې سم افغانستان پريښي هېڅ ډول حساب نه کوي.په دې وروستيو کې داسې ويل کېږي چې د يوې جرګې له لارې به چې پخواني سياسيون او چارواکي به هم په کې ونډه ولري هغه کسان چې اوس يې هيواد پرېښي هم د حکومت برخه شي هغه څه چې اسلامي امارت يې ردوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button