
شل کلن نظام کې سړکونو ته ځانګړې شوې پیسې د ملکانو تر جیبونو ورسېدې؛ خو خلک اوس په اشرو سړکونه جوړوي
د کونړ وټه پور ولسوالۍ د دهوز کلي اوسېدونکي په خپلو پیسو او کلي ته په اشر کولو سړک جوړوي. د سیمې اوسېدونکي وایي، خوښ دي چې په خپل همت خپلې سیمې ته سړک جوړوي. دوی زیاتوي دغه غرنۍ سیمه چې کار کول پکې سخت دي؛ خو بیا هم هڅه کوي، چې د خپلو خلکو د سهولت لپاره دغه سړک جوړ کړي؛ ترڅو په اسانۍ سره د دغه سړک په جوړولو خپلې ستونزې حل کړي.
د سیمې اوسېدونکی عبید سلارزی بیا له حکومت غوښتنه کوي، چې په دغه برخه کې دې د دوی لاسنېوی وکړي او یاد سړک دې ورته په اساسي ډول ورغوي.
سلارزی وایي:”زموږ اتفاق یو دی او چې کله اتفاق وي هېڅ کار ګران نه دی. حکومت دې موږ سره د دغه سړک په جوړولو کې برخه واخلي. موږ ډېرې ستونزې لرو مریضان په وخت روغتون ته نه شو رسولی؛ ځکه په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي. همداسې کله چې کومه ښځه په اولاد مریضه وي پخپل وخت روغتون ته نه رسېږي او لامل یې بیا مرګ وي. ستونزې ډېرې دي خو غټ مشکل زموږ د سیمې دغه سړک دی، چې په اساسي ډول باید ورغول شي.”
خو یو شمېر خلک بیا له نړیوالو مؤسساتو غوښتنه کوي، چې یادې سیمې ته دې د سړک په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي؛ ترڅو یې د سړک په جوړولو ستونزې حل شي.
حارث خان یې په اړه وایي:” ډېر خطرناک سړک دی، مؤسسات باید له موږ سره په دې برخه کې پوره همکاري وکړي؛ ترڅو دا سړک په اساسي ډول راته ورغوي، له یوې خوا به ستونزې حل شي او له بل لوري به خلک له بېکارۍ څخه سر نه ټکوي، کومې پیسې چې مؤسسات همداسې وېشي باید دغه شان سیمو ته لومړیتوب ورکړي، چې خلک په کار وګماري، لارې او سړکونه ورته جوړ کړي.”
روح الله کونړی بیا وایي، چې د سیمې د اوسېدونکو دغه اقدام نورو خلکو ته داسې احساس ورکوي، چې هرڅوک د وطن د ابادۍ لپاره خپله لاس پکار شي؛ ځکه په تېرو شلو کلونو کې غربي هېوادونو دومره مرستې وکړې، چې د هېواد له خاینو مشرانو رانېولې د کلي ملکان یې هم په پیسو وپړسول او په هېواد کې ډېر داسې ځایونه شته چې هېڅ کار ورته نه دی شوی.
هغه وویل:”تېر شل کاله امریکا اروپا او نورو هېوادونو له افغانستان سره ډېر کومکونه وکړل، پر پیسو یې غټ خاینین او په ولسوالیو او کلیو کې ملکان پرې وپړسول، چې تر نننه ورسره د اسلامي امارت حکومت حساب ونه کړ، ځېنې خاینین خو وتښتېدل او ځېنې شته چې د اسلامي امارت حکومت یې باید د حساب میز ته راکش کړي او د غریبو خلکو د حساب پوښتنه دې ترې وکړي، چې تاسو د بیت المال پیسې څه کړې او په څه مو مصرف کړې.اوس چې ولس کوم کار کوي خلکو ته دا احساس ورکوي، چې خپله لاس پکار شي؛ ځکه موږ ته نه غربیانو دا وطن جوړوه او نه یې غوښتل چې جوړ یې کړي.”
باید وویل شي، چې په تېر شل کلن نظام کې هغه پروژې چې بهرنیانو په افغانستان کې پلې کولې د هرې برخې خلکو پکې خپله ونډه غوښته او زیات شمېر سیمو ته هېڅ د بیا رغونې کار نه کېده او شته پیسې به ان د ملکانو تر جیبونو رسېدې چې ځېنې تکمیل شوې پروژې یې ان د خراب کېفیت له امله بېرته تخریب شوي دي او د ځېنو پروژو پیسې تر اوسه د یادو ملکانو په جیبونو کې پرتې دي، چې د خلکو کلکه غوښتنه د اسلامي امارت له حکومت داده چې دغه شان کسان دې ژر تر ژره د حساب میز ته راکش کړي او د کړیوکارونو حساب دې ترې وغواړي.