سیاست

شانګهای سازمان افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی

د شانګهای همکارۍ سازمان غړو، د سیمې امن او ثبات د افغانستان له وضعیت سره تړلی بللی دی. د دې سازمان په هغه ګډه اعلامیه کې چې د نوي ډیلي په مشرۍ د دوی د انلاین غونډې په پای کې خپره شوې راغلي، چې د دې سازمان غړي د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له تروریزم او مخدره موادو پاک افغانستان ملاتړ کوي. په اعلامیه کې راغلي، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل ضروري ګڼي، چې د ټولنې ټول قشرونه په کې ونډه ولري. د شانګهای د همکارۍ سازمان کې چین، روسیه، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند دایمي غړي دي، خو د ایران غړیتوب په پرونۍ غونډه کې رسماً ومنل شو. د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په پام، غړي هېوادونو له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button