سیاست

سیاسي مرستیال: هیچاته اجازه نه ورکوو چې دولتي ځمکې غصب کړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل ولایت د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېسیون غړو سره کتلي دي. په دې کتنه کې، دوی د کمېسیون د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره مالومات شریک کړل. دوی زياته کړه، چې کابو ۹۰ زره جریبه دولتي ځمکه تشخیص شوې ده، چې ۵۳ زره جریبه ځمکه یې له غصب خلاصه او دولت ته سپارل شوې او همداراز ځینې غاصبین محاکمو ته معرفي شوي دي. دوی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره د کمېسیون یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړي دي. سیاسي مرستیال د ياد کمېسيون هڅې ستايلې او ویلي یې دي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې دولتي او عامه ملکيتونه غصب کړي او له سرغړوونکو سره به يې قانوني چلند وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button