مرکې

سږ کال له نورستانه لسګونو زرو سیلانیانو لیدنه کړې

58 / 100

شریعت: د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسئولینو په وینا، د اسلامي امارت په حاکمیت سره نورستان ته د سیلانیانو په راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د نړۍ له بېلابېلو هېوادنو څخه بهرني سیلانیان د سیاحت لپاره راځي ، يواځې د اختر په شپو او ورځو کې د ۹۰ زرو څخه زیات داخلي او بهرنيو سیلانیانو له نورستانه لیدنه کړې ده.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولوي سمیع الحق حق بیان شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: د تاريخي ځايونو د ثبت لپاره د وزارت تخنيکي ټيم راغلی؛ تاريخي ځايونه يې ثبت کړل او د ترميم لپاره به يې هم په راتلونکي کې اقدامات ترسره شي.ښاغلی حق بیان زیاته کړه، ، د سياحت د ودې لپاره مو په ولايتي سطحه يو کمېسيون جوړ کړی ترڅو سيلانيانو ته په مختلفو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړو.هغه وایي، چې تر پخوا اوس سیلانیانو ته تر ډېره بریده اسانتیاوې برابرې شوې، خصوصي سکتور تشویق شوی، په مختلفو برخو کې هوټلونه جوړشوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري سیلانیانو ته هم یو عصري هوټل جوړېږي؛ تفریح ځایونه مشخص شوي، سیلانیانو ته د تفریح لپاره د نورستان مرکز پارون د اوبو بند کې کشتۍ ګرځي راګرځي او ټولو داخلي او بهرنیو سیلانیانو ته تاریخي او ښکلې سیمې په ګوته شوې دي.

نوموړی زیاتوي، د نورستان لرغونې او مشهور ځایونه عبارت دي له ایندرګون باغ، کشتکي معبد (بیت الله)، کموباغ، نایب سالار عبدالوکیل خان قلعه، منډول حوض، کله ګوش،  ګرم چشمه، دیوانه بابا زیارت او داسې نورې سیمې چې زیات شمېرهېوادوال یې لیدو ته راځي.د اطلاعات او کلتور ريیس د ځینو وړاندیزونو په اړه وایي،نورستان هر اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د ګرځندوی برخې تشکیل ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د هوټل جوړېدو ترڅنګ نور تفریحې ځایونه ورغوي او د سیلانیانو لپاره هوایي زانګوګانې او لفټونه جوړ کړي همداشان د سیلانیانو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو راتلونکي کې سیلانیان په نورستان کې له لا زیاتو سهولتونو څخه برخمن او خپلې د خوښیو شیبې په خوشحالۍ تېرې کړي.یاد ولایت په ۱۳۹۹ کال کې د ملي پارک په توګه اعلان شو، چې تر اعلان وروسته هر کال په زرګونه سیلانیانو ورڅخه لیدنه کوي.نورستان د افغانستان په ختیځ کې په ځنګلونو پوښلی یو غرنی او زرغون ولایت دی، چې پخوا وختونو کې د بلورستان او کافرستان په نومونو هم یادېده، د نورستان خلک د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې په اسلام دین مشرف شول. سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button