اقتصاد

سږ کال د پکتیا ګمرک شاوخوا پنځه میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي

د پکتيا ګمرک رياست مسوولين وايي، د تېر کال پرتله يې عوايد ډېر شوي او د روان کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا پنځه میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي.

د پکتيا د ګمرک رييس محمد داوود ايوبي وويل چې په تېر يو کال کې د پکتيا ګمرک عوايد شاوخوا پنځه میلیارد افغانيو ته رسېږي چې د نورو کلونو په پرتله څو چنده لوړوالی ښيي.

دی وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ګمرک عوايد دوه میليارد افغانۍ ته رسېدل خو سږ کال ډېر پورته شوي دي.

نوموړی وايي، دغه عوايد ډېر یې له پاکستانه د وارداتو او له دغه لوري د ډبرو سکرو صادراتو له درکه دي.

د ګمرک رييس محمد داوود ايوبي د ګمرک د عوايدو لوړېدو لاملونه په چارو کې شفافيت، له سوداګرو سره ښه همغږي او د ښو اسانتياوو برابرول دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button