اقتصاد

سږ کال د بغلان د ستنو جوړولو فابريکې 6000د برښنا ستنې توليد کړي

د  بغلان د برښنا د ستنو جوړولو فابريکې مسئولين وايي، چې په بېلابېلو اندازو کې يې د روان ۱۴۰۲ کال له پيله تراوسه  شپږ زره د برښنا ستنې توليد کړي دي.

د  بغلان د برښنا د ستنو جوړولو فابريکې مسئولين وايي، چې په بېلابېلو اندازو کې يې د روان ۱۴۰۲ کال له پيله تراوسه  شپږ زره د برښنا ستنې توليد کړي دي.د بغلان د ستنو جوړولو فابريکې آمر مولوي نقيب الله نظري وايي، چې په ۱۴۰۲ کال کې ورته د ۵۰۰۰ ستنو جوړولو پلان ورکړ شوي  و، خو دغه آمريت توانيدلي چې شپږ زره ستنې توليد کړي.نظري زياتوي، چې دغه فابريکه ۱۲،۱۰ او ۱۵ متره د برېښنا ستنې توليدوي او په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې هڅه کوي، چې د ورکړ شوي توليدي پلان څخه چې نهه زره ستنې دي زياتې ستنې توليد کړي.د دې فابريکې عملياتي مدير محمد کبيرصبورزي وايي، چې د تېر نظام پرمهال هره ورځ ۱۲ ستنې توليد کېدلې خو اوس د دې فابريکې د توليد کچه ۲۸ ستنو ته رسېدلې ده او توليدي ستنې يې د هېواد پر شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سربېره مرکزي او نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېږي.په دې فابريکې  کې سل کسان په دندو بوخت دي او کارکوونکي يې وايي، چې په پوره وياړ سره په دې فابريکه کې کار کوي او هڅې دادي څو نوره هم د توليداتو کچه لوړه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button