اقتصاد

سږکال هيواد کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: روان هجري لمريز کال کې په هېواد کې په بېلابېلو سکټورونو کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوې ديد دغه وزارت وياند، اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:  دغې موده کې ۲۱۷ توليدي ماشينونه هم هېواد ته راوړل شوي دي.ده  زياته کړه:  ((  د ۱۴۰۳ هجري کال له پيله تر دې دمه ۱۲۱ کارخونې جوړې شوي او ۲۱۷ ماشينونه هېواد ته وارد شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ۶۱۴ کارخونې جوړې شوې وې او يو زر او ۹۸ ماشينونه هم هېواد ته وارد شوي وو. دا د پانګونې او کورني توليد زياتوالي ښيي.))د چارو ځينې شنونکي له صنعتکارانو پر ملاتړ سربېره وايي: د افغانستان د اړتيا وړ ډېر توکي له همدې توليدي کارخونو برابرېږي.د صنايعو او کانونو خونه هم وايي: که په هېواد کې صنعتکارانو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې شي، کورني صنعت به د پام وړ وده وکړي. د صنايعو او کانونو خونې لومړي مرستيال، سخي احمد پيمان  وايي:  (( له نېکه مرغه سږکال موږ افغانستان کې د صنعتي پانګونو شاهدان وو، افغانستان کې د کوچنيو صنايعو ملاتړ د انرژۍ د تامين، د ځمکې د وېش او دغه راز د هغو توکو د واردولو په برخه کې چې تعرفه يې لوړه ده، د افغانستان د صنعت د پراختيا لپاره مهمه ده.))په ورته مهال د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان هم له صنعتکارانو پر ملاتړ ټينګار کوي او وايي: د افغانستان د اړتيا لويه برخه په هېواد کې د بېلابېلو صنايعو له توليداتو برابرېږي.د صنايعو او کانونو خونې د شمېرو له مخې، د هېواد په ۱۸ صنعتي پارکونو کې په بېلابېلو سکټورونو کې څه باندې پنځه زره کارخونې فعاليت لري چې افغانستان يې په ځينو سکټورونو کې ځان بسياينې او نيمه ځان بسياينې ته رسولي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button