
سي آی اې اداره وپېژنئ
په نړۍ کې سي آی اې له ټولو ادارو لویه، خطرناکه او د لوی ځواک لرونکې استخباراتي اداره ده، د امریکا په نوې پوځي ستراتیژۍ کې پر درېيو برخو تکیه شوې،د سي آی اې استخباراتي جال، د ډرون په ګډون عصري ټیکنالوجي، او کرايي شوي قراردادي پوځیان، لکه بلیک واټر....
په نړۍ کې سي آی اې له ټولو ادارو لویه، خطرناکه او د لوی ځواک لرونکې استخباراتي اداره ده، د امریکا په نوې پوځي ستراتیژۍ کې پر درېيو برخو تکیه شوې،د سي آی اې استخباراتي جال، د ډرون په ګډون عصري ټیکنالوجي، او کرايي شوي قراردادي پوځیان، لکه بلیک واټر….
سي آی اې د امریکا د ځواک د ملا تېر حیثیت لري، د امریکا ولسمشر او چارواکي هېڅکله هم پر سي آی اې محدودیتونه نه وضع کوي او اوس یې وضع کولی هم نه شي، ځکه دا د امریکا د ګټو پر خلاف کړنه ده چې څوک دې د سي آی اې د کارونو په وړاندې خنډ شي. په ریښتنې معنی نن تقریباً ټوله نړۍ د یادې استخباراتي ادارې په مرسته د امریکا تر څارګرو سترګو لاندې ده.
هغه راپورونه چې د دغې ادارې په اړه شاوخوا ۳ کاله وړاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نشر کړل، په دې ډول دي: سي آی اې ۸۰۰۱۱۱ تنه مامورین او جاسوسان لري، له دې جملې څخه ۳۰۰۱۱۱ تنه د امنیتي کمپنیو قراردادیان دی، د دغې استخباراتي ادارې مامورین په پوځ او دپلوماتانو کې ګومارل کیږي، هغه کمپنۍ چې دوی ورسره اړیکې لري شمېر یې تر ۳۰۰۰ پورې رسېږي، چې لویې یې بلیک واټر او زي ورلډ دي. دغه اداره د دومره واک څښتنه ده چې د امریکا د دفاع وزارت یې هم د فعالیت د ساحې او کارونو په اړه معلومات نه لري. که وکتل شي سي آی اې په امریکا کې له پنټاګون لوړه اداره ده، ځکه چې مالي بودیجه یې له هغې ۴ او ۵ چنده زیاته ده، د دغې ادارې مرکزي دفتر له واشنګټن څو میله لرې په لانګي، ورجینیا کې دی، سي آی اې پراخ تشکیلات لري، ساحوي دفترونه یې په لاندې ډول دي: یو خاص دفتر د عراق لپاره، د منځني ختیځ او شمالي افریقا، د جنوبي آسیا د ارزونې، د روسیې او اروپايي هېوادونو، د اسیا، لاتین امریکا او افریقا مرکزونه. فعالیتونه یې دری اساسه لري: چې د خارجي دولتونو، ادارو او خلکو په اړه د معلوماتو راټولول، د نورو ادارو د راټولو شویو معلوماتو په نظر کې نیولو سره د تر لاسه شویو معلوماتو تحلیلول او د خپلو مامورینو پر مټ د پوځ یا نورو ادارو په مرسته د پټو او جنګي عملیاتو ترسره کول په کې شامل دي. سي آی اې د امریکا د نورو ادارو برعکس په مالي بودیجو کې ۵ لومړیتوبونه لري: له ټولو لوړه د تروریزم پر ضد مبارزه(د دوی په اصطلاح) ، د لویو بربادوونکو وسلو( اتمي او نورو) پر جوړولو د بندیزونو لګول، چې شمالي کوریا تر ټولو او ستر مشکل هدف دی، د امریکا مشرانو ته د مهمو بهرنیو پېښو احوال ورکول، چې پاکستان تر ټولوخطرناک هدف ښودل شوی. د استخباراتو ضد هیوادونه، چې چین، روسیه، ایران، کیوبا او اسرائیل اساسي اهداف ښودل شوي؛ تعقیبول. دغه اداره یو پوهنتون او پراخ روزنیز کیمپونه لري، مالي بودیجه یې نامعلومه ده، کولی شي چې له دولتي خزانې بې شمېره ډالر خرچ کړي. د سي آی اې کړنلارې او فعالیتونه د نورو پرمختللو هیوادونو له استخباراتي ادارو سره ورته؛ خو ډېر پرمختللي دي .
سي آی اې (سنټرل انټي جنس سروس ( د دوهمې نړیوالې جګړې د OSS) د سټراتيژیکو خدماتو د دفتر ) له اطلاعاتي څانګې څخه وزیږېده . تر ۲۰۰۰ م کال لا سي آی اې د او اس اس په نامه فعالیت درلود؛ خو وروسته یې ځانته فعالیتونه پیل کړل، ساینسپوهان او د خطرناکو وسلو جوړونکي یې په خپلو لیکو کې جذب کړل، چې ښه بیلګه یې: د نازي المان د ساینسپوهانو خپلول دي، همدارنګه دغې ادارې بې شمیره خبریالان وروزل او د رسنیو بنسټ یې کېښود، چې په هغو کې نوموتې رسنۍ لکه: اې بي سي، ان بي سي، سي بي اس، اې پي، رویترز، ټایم، نیوز ویک او نورې شاملې دي، چې له دې لارې رسنیز پروپاګند کوي د یو لړ اسنادو له مخې سي آی اې ۳۰ سازمانونه او تر ۱۱۰ تنو زیات خبریالان درلودل.
سي آی اې د حکومتونو په رانسکورولو کې هم ډېر ستر رول لوبولی دی سي آی اې په دې اړه ډېر بوږنوونکی تاریخ لري، ښه بېلګه یې په ایران کې د ډاکټر مصداق او په مصر کې د محمد مرسي د حکومتونو رانسکورول دي.
ژباړه:ساجد الله (عظمت)