
سوېډن او سوېډنیانو خپل جرم بيا تکرار کړ!
الله جل جلاله د بشر لارښوونې لپاره څلور کتابونه او سل صحیفې رانازلې کړې دي او د وروستني اُمت د هدایت لپاره یې عظیم الشان قرآن کریم راستولی او د هغه د تحفظ، ساتنې او خوندیتوب ذمه یې په خپله وهلې؛ دا ضمانت یې په ډېر تأکید سره کړی او په دې هکله فرمايي: «حقیقت دا دی چې دا ذکر (قرآن کریم) همدا موږ نازل کړی او موږ د دې ساتونکي یو.»( حجر/۹)
الله جل جلاله د بشر لارښوونې لپاره څلور کتابونه او سل صحیفې رانازلې کړې دي او د وروستني اُمت د هدایت لپاره یې عظیم الشان قرآن کریم راستولی او د هغه د تحفظ، ساتنې او خوندیتوب ذمه یې په خپله وهلې؛ دا ضمانت یې په ډېر تأکید سره کړی او په دې هکله فرمايي: «حقیقت دا دی چې دا ذکر (قرآن کریم) همدا موږ نازل کړی او موږ د دې ساتونکي یو.»( حجر/۹)
الله جل جلاله خپل کتاب په خپله ساتي، هېڅوک د یوه مصحف په سوځولو سره نه قرآن کریم د دنیا له مخې ختمولی شي او نه یې احکام له منځه وړلی شي. بس یوازې سوځوونکی د ځان لپاره دوزخ خپل دایمي هستوګنځي جوړوي او همدارنګه د دنیا دا لږ ژوند یې د ځان لپاره کړاو او عذاب ګرځولی؛ ځکه همدا کافران د قرآن کريم د پيروانو د ډېرښت او د زیاتېدو له امله ځورېږي او کړېږي. الله جل جلاله وايي: «دا خلک غواړي چې په خپلو خولو د الله جل جلاله نور (رڼا) ګل بنده کړي. حال دا چې الله جل جلاله د خپلې رڼا پوره کوونکی دی، که څه هم د کافرانو دا خبره ډېره ناخوښه وي. الله تعالی هم هغه ذات دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له هدایت او رښتوني دین سره راولېږه، د دې لپاره چې هغه په ټولو دینونو باندې برلاسی کړي، که څه هم مشرکانو ته دا خبره ډېره ناخوښه وي.»
( صف/ ۸ او ۹ آيتونه)
کافرانو د ډېموکراسۍ اصول او قوانین جوړ کړي او په هغو کې یې د بیان ازادي له ټولو مهمه بللې ده. نو له اسلامه ناخبره مسلمانان هم خلک ډېموکراسي ته رابولي، همدا خوسا ډېموکراسي د بشر لپاره ناجي او منجي بولي، ډېر ورته خوښيږي او نڅېږي، د هغې د ترویج او دودولو لپاره سوچه، کلک، پاخه مسلمانان وهي، ټکوي، بندي کوي او وژني، څو خوسا ډېموکراسي پرې ومني او خپل دا ظلم او ناروا جرم قانوني، جائز او روا وګڼي. لکه څنګه چې له۲۰۰۱/۷/۱۰ څخه تر ۲۰۲۱/۸/۱۵ پورې یې څڼې ورته وغورځولې او خپل مسلمان هېوادوال یې د امریکا او نورو صلیبیانو د باروتو خوراک کړل. له نېکه مرغه چې په افغانستان کې د صلیب زامنو ماتې وخوړه، نو پرکټيانو یې هم لوېدیځ ته مخه کړه، له خپلو کورنیو سره هلته ور وکوچېدل.
خبره د کفارو له خوا د ډېموکراټيکو اصولو او قوانینو جوړولو او په هغو کې هم د بیان ازادي وه، نو هغه یوازې او یوازې د قرآن کريم، اسلام او د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او نورو مقدساتو د توهین او سپکاوي لپاره جوړ شوي دي؛ خو افسوس د هغه چا پر حال، چې ځان ته مسلمان وايي او ځان مسلمان بولي، ولې په سوېډن کې یو مجرم راپاڅېږي، قرآن کریم سوځوي؛ اما په نوم مسلمان ارام ناست دی، هیڅ اعتراض نه پرې کوي، قهر او غوسه خو د ده په قانون کې نه شته، که چېرې د لوېدیځ دسترخوان ته ناست لږ هم په خپلو مقدساتو خپه شي، بیا یې رزق ورباندې بندېږي، ولې دا د غرب غلامان هېڅکله هم په اسلام زړه نه دردوي!! که چېرې یې زړونه دردېدای نو لوېدیځ ته به نه تلل!!!
هو! په سوېډن کې د مسلمانانو په مقدس کتاب (قرآڼ کریم) لومړی پښې کېښودل شوې او بیا سوځول شوی. ایره ایره شو،درسنیو دراپورونو مطابق دسوېډن مجرمې محکمې دسوځولو اجازه ورکړې وه او امنیتي ځواکونو دسوځوونکي امنیت نيولی و، نو سوېډني کافرانو خپل زړونه (اوس) یخ کړل او د مخلصو مسلمانانو زړونه یې ودردول په داسې حال کې چې د یوه مصحف په سوځولو سره نه ټول مصحفونه ختمېږي او نه د قرآن کريم سپېڅلي احکام پای مومي، بلکې هغه به د قیامت تر راتلو پورې وي. قرآن کريم زمونږ (مؤمن به) دی، د دې په سوځولو سره د مؤمنانو باور، عقیده او ایمان لا ټينګېږي، او وایي چې مسیحیان او نور کفار د اسلام سرسخته دښمنان دي، هېڅکله د مسلمانانو دوستان نه شي جوړېدای. نو هغه په نوم مسلمانان که افغانان دي او که د نورو اسلامي هېوادو وګړي دي، چې په خپلو لیکنو او ویناوو کې له مسیحیانو سره خپله دوستي څرګندوي او د دوستانو په القابو یې نازوي؛ نو دا د مسلمانانو استازي نه دي او نه د مسلمانانو استازیتوب کولی شي.
سوېډن او سوېډنيان مجرمان دي، ځکه چې د الله جل جلاله کتاب یې وسوځاو، خو له دوی سره سره هغه تش په نوم مسلمانان چې په سوېډن او نورو مسیحي هېوادونو کې ميشت دي، هغوی له دوی څخه خورا ستر ستر مجرمان دي؛ ځکه هغوی له خپلو اسلامي هېوادونو څخه کفري هېوادونو ته دڅو ورځو د ژوند او ژواک درفاه او ښه کېدا لپاره کډوال شوي دي.
په سوېډن کې د یوه عراقي مسیحي په لاس د مسلمانانو کتاب وسوځول شو، هغوی لوی جرم وکړ، نو اسلامي هېوادونو ته څه پکار دي؟
اسلامي هېوادونه باید لاندې څو کارونه ترسره کړي:
۱ ـ ټولو مسلمانانو ته لازمه ده، چې قرآن زده کړي، په ترجمه او تفسیر یې ځانونه پوه کړي او د قرآن کریم اړوند نور علوم هم زده کړي، نورو ته یې ورسوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا عمل وکړي: «بلغوا عني ولو ایة» ژباړه: زما له خوا (زما پیغام خلکو ته) ورسوئ، که یو آيت (هم) وي. بخاري
۲ ــ ټول اسلامي هېوادونه باید د سوېډن له مصنوعاتو او تولیداتو سره خپل پرېکون اعلان کړي، نه د هغه هېواد توکي خپل هېواد ته وارد کړي او نه د خپل وطن مصنوعات او تولیدات هغه ملک ته ور صادر کړي.
۳ ــ اسلامي هېوادونه باید له سوېډن سره هر ډول اړیکې قطع کړي، ډيپلوماټ او نور اړوند سفارتي کسان یې ور وشړي.
۴ ــ د مساجدو خطیبانو او امامانو ته لازمه ده چې د خپلو جوماتو له محرابو او منبرو څخه خپل غږ پورته کړي، د قرآن کریم حقانیت، عظمت او اهمیت مسلمانانو ته هر وخت بیا بیا بیان کړي؛ څود سوېډن او د هغه د نورو متحدو مسیحي ملګرو منحوسه څېره مسلمانانو ته لا ښه بربنده شي.
۵ ــ د اسلامي نړۍ رسنیو ته په کار ده، چې د سوېډني مسیحي کړنې وغندي او له خپل عظیم الشان کتاب څخه دفاع وکړي.
۶ ــ د مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو ښوونکو او استاذانو ته لازمه ده چې خپل رسالت اداء کړي او د سوېډن هېواد نجسه څېره خپلو زده کوونکو ته ور وښيي. دګران دبهرنيو چارو وزارت یاده زړه بوږنووکې پېښه وغندله، همداراز داسلامي نړۍ واکمنو هم دسوېډني مجرم جرم تقبیح کړ، ولې یوازې دا کفایت نه کوي بلکې ټولو اسلامي هېوادونو ته په کار ده چې له سوېډن سره هر اړخیز پریکون اعلان کړي نه څه پرې خرڅ کړي او نه څه ترې را ونيسي. انګليسان دهند له لویې وچې دوو کارونو تېښتې ته اړ وېستل.
لومړی: مقدس جهاد او مبارزه
دوهم: له انګلیسي توکو سره دهندي وګړیو پریکون.
د یوه ستر مجرم له لوري دخپل کتاب [قرآن کریم] په سوځولو ټول مسلمانان خپه او غمجن دي، ځکه حضرت حمزه رضی الله عنه، حضرت جعفر بن ابو طالب رضی الله عنه او نور په ميلیونونو مسلمانان دخپل ځلانده تاریخ په اوږدو کې دخپل دین اوکتاب[قرآن مجید] لپاره شهيدان شوي دي.
ساجد الله عظمت