سرلیکنې

سوړ ژمی او د هوا د ککړتيا د مخنيوي حللارې

که څه هم له يوې خوا سوړ ژمی دی ، له بلې خوا دکابل ښار ښکلی تصوير دککړې هوا له کبله په تورو او زهرجنو لوګيو کې تت او پټ شوی دی او دکابل مېشتو لپاره د بېلا بېلو امراضو باعث ګرځېدلی، خو د اسلامي امارت چارواکي او کابل ښاروالي هڅه کوي چې دغه وضعيت کنټرول او د هوا دککړتيا مخه ونيسي، خو دغه کوښښونه يې په اوړو کې د وېښته او په سمندر کې د ستنې د ښکته کېدلو په معنی دي، ځکه چې دکابل ګڼ مېشتي ښار کې د نشت برابر دي.

که څه هم له يوې خوا سوړ ژمی دی ، له بلې خوا دکابل ښار ښکلی تصوير دککړې هوا له کبله په تورو او زهرجنو لوګيو کې تت او پټ شوی دی او دکابل مېشتو لپاره د بېلا بېلو امراضو باعث ګرځېدلی، خو د اسلامي امارت چارواکي او کابل ښاروالي هڅه کوي چې دغه وضعيت کنټرول او د هوا دککړتيا مخه ونيسي، خو دغه کوښښونه يې په اوړو کې د وېښته او په سمندر کې د ستنې د ښکته کېدلو په معنی دي، ځکه چې دکابل ګڼ مېشتي ښار کې د نشت برابر دي. له يو پلوه زموږ له حکومت سره د غربي استعمار او نړيوالو ناسم چلند او دوه مخی سياست او له بل پلوه له تېر فاسد نظام څخه په ميراث راپاتې فقر او غربت او همدارنګه په دې ساړه ژمي کې له ايران او پاکستان څخه د ميليونونو افغان مهاجرينو جبري راوېستل هغه ستونزې دي چې په يوه وخت ورته رسېدنه ډېره ستونزمنه ده چې دا د نړيوال استعمار له لوري افغان حکومت ته د پلان شوې دسيسې يوه برخه ده، چې مهارول او هوارول يې مهارت غواړي .اسلامي امارت ته پکار ده چې په اساسي توګه دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي، نو لازمه ده چې د ستونزو عوامل له منځه يوسي او د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه د بې کيفيته ګازو، ډبروسکرو او پلاستيکونو له سوځولو څخه مخنيوی وکړي او بېوزلو هيوادوالو ته بايد د سوخت مواد که وړيا نه وي په کم قېمت ووېشل شي، ځکه چې زموږ  ولس بې وسه دی او د هر چا له توانه پوره نه ده چې د سون توکي واخلي، نو مجبور دي چې له پلاستيک ، ارزانه د ډبرو سکرو او ګازو څخه ګټه واخلي. حکومت دې له خپلو معدنياتو څخه د با کيفيته ګازو او د ډبرو سکرو  په استخراجولو سره په کم قېمت خپلو مظلومو هيوادوالو ته د وېش لړۍ پيل کړي، تر څو په دې توګه د هوا د ککړتيا مخه تر يوې اندازې پوري ونيول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button