اقتصاد

سوداګر: ډېر ژر به د ننګرهار د زيتونو محصولات بهر ته صادر شي

په ننګرهار کې د زيتونو د پروسس کارخونې بيا پر فعاليت پيل کړی او مسئولين يې وايي ،چې توليدات به يې ډېر ژر بهر ته صادر شي.

په ننګرهار کې د زيتونو د پروسس کارخونې بيا پر فعاليت پيل کړی او مسئولين يې وايي ،چې توليدات به يې ډېر ژر بهر ته صادر شي. په دې کارخونه کې د زيتونو د تېلو تر څنګ روب، اچار او صابون هم جوړېږي. په ننګرهار کې د زيتونو د پروسس کارخونه شپږ لسيزي مخکې پرانيستل شوې وه او په تېر کې په دغې کارخونه کې نږدې ۱۵۰۰ کسانو کار کاوه، خو اوس يوازي تر ۴۰ پوري کارګر لري. د دې کارخونې کارکوونکي وايي، چې د پروسس شويو زيتونو په مرسته د دې تر څنګ ،چې د افغانستان کورنۍ اړتيا پوره کېږي، بلکې که توجه وشي د صادراتو برخه يې هم پياوړې کېدای شي. دوی د بوتلو او نورو لوازمو له کمي سر ټکوي  او له شتمنو افغانانو غواړي ،چې په دغې برخه کې پانګونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button