اقتصاد

سوداګرۍ وزارت: تېر کال مو تر ۲۸۰۰ ډير جوازونه وېشلي دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په یوه کال کې یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته تر ۲۸۰۰ ډير جوازونه وېشلي دي. د یاد وزارت په خبره، چې ۲۶۷۹ نوي جوازونه صادر شوي او ۷۲۲۷ جوازونه تمدید شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبره، چې ددې ترڅنګ یې په ګڼو نورو برخو کې هم پانګوالو او سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته کړې دي. په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي، چې په هیواد کې د پانګونې زیاتوالی کولای شي، چې افغانستان تر ډيره بریده په خپلو پښو ودروي او اړتیا ده، چې حکومت په دې برخه کې د پانګوالو او سوداګرو ملاتړ وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button