ټولنه او کلتور

سمنګانو کې څه باندې ۱۱۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

سمنګانو د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز او د حضرت سلطان او فیروز نخچیر په ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۶ پروژو چارې پیل شوې. په سمنګانو کې د واش پروژې مسوول انجنیر وحیدالله احدي وايي، چې په یادو پروژو کې د ژورو څاه ګانو کیندل د اوبو زېرمو جوړول او د لمریزې برېښنا سېسټم جوړول شامل دي. د احدي په وینا، دغه د ۱۳۸ زره ۴۲۲ امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي، چې چارې به يې د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د یادو شبکو په جوړېدو سره به ۱۱۲۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button