سیاست

سعودي کې د افغانستان وقفي ځمکې بېرته راګرځول کېږي

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او د حج بعثې عمومي رئيس شېخ الحديث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب په مکه مکرمه او جده کې د افغانستان د وقفي ځمکو، چې د بېلابېلو افغان واکمنانو په واکمنۍ کې اخيستل شوې دي، د بېرته راګرځولو په اړه په رياض کې د افغانستان د سفارت له مسئولينو سره کتلي دي.د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ځمکو تر بېرته راګرځولو وروسته به افغان حاجيانو ته پرې دايمي استوګنځايونه جوړ کړي.دغه راز د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست، د اسلامي همکاريو په سازمان کې د افغانستان سفير او دايمي استازي ډاکټر شفيق صميم او په جده کې افغان قونسل ډاکټر شېرمحمد له هغې شا او خوا څلور جريبه ځمکې څخه هم ليدنه وکړه چې د فيصل بن عبدالعزيز د واک پر مهال افغان حکومت ته سپارل شوې وه.سعودي عربستان کې د افغانستان سفارت مسئولينو ډاډ ورکړی، چې د دغو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره به له سعودي چارواکو سره موضوع شريکه کړي.د معلوماتو له مخې، افغانستان مکې مکرمې ته نږدې په ۹۰۰ مترۍ کې د سليمانيه سيمه کې يوه اندازه ځمکه لري، چې په ۱۱۳۶ هجري کال کې د لومړني پاچا احمدشاه بابا له لوري پېرل شوې او د احمدشاهي رباط په نامه يادې ده، خو د حرم شريف په نوي پراختيايي پروګرام کې دغه ځمکه هم د سعودي حکومت له لوري د حرم شريف په احاطه کې شامله شوې.همدارنګه د افغانستان بل پاچا نادرخان هم په ۱۳۵۰ هجري کال کې د کعبې شريفې په ۴۰۰ مترۍ الشبيکه سيمه کې يوه ټوټه ځمکه پېرلې وه، چې د نادرشاهي رباط په نامه نومول شوې وه.د يادونې وړ ده، چې دغه ځمکې د استملاک او حقوقي مسايلو له حل وړاندې د حرم شريف په نوي پراختيايي پروګرام کې شاملې شوي او افغانستان ته يې بديل په نظر کې نه دي نيول شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button