سیاست او دولت

سعودي عربستان غواړي په کابل کې خپل سفارت ژر بېرته پرانيزي

د اسلامي امارت  وياند خبر ورکړی، چې سعودي عربستان غواړي، په کابل کې خپل سفارت ژر بېرته پرانيزي.دوحې ته د افغانستان د پلاوي مشر او د اسلامي امارت وياند ويلي ،چې د دوحې ناستې په درشل کې د سعودي عربستان له استازي سره په کتنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ رغنده خبرې شوې دي.

52 / 100

مجاهد زياته کړې، چې سعودي عربستان غواړي هرڅه ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي.
ده زياته کړې، چې د سعودي عربستان استازي په دغې کتنه کې له افغانستان سره د ښه تعامل غوښتنه کړې او افغانستان هم سعودي عربستان ته د يو مهم هېواد په سترګه ګوري.
د يادونې وړ ده، چې افغان پلاوي له دې وړاندې په دوحه کې د روسيې او ازبيکستان هېوادونو له ځانګړو استازو سره هم کتلي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button