هیواد

سعودي زلزله ځپلو افغانانو ته د خوراکي توکو ۴۰۰ بستې را استولې

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه مرکز اعلان کړی،چې په افغانستان کې یې زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو ۴۰۰ بستې استولي. د سعودي عربستان د ریاض ورځپاڼې خبر ورکړی چې له دغو بستو څخه به شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ برخمنې شي. په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دغه مرستې کندهار ته رسېدلې. د سعودي دغه مرسته په داسې حال کې شوې چې په هرات کې د اکټوبر میاشتې د زلزلې یو شمېر قربانیان د ژمي په سړه هوا کې د لومړنیو مرستو او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button