اقتصاد

سرپل کې له ۸ نورو څاګانو څخه هم د تېلو داستخراج چارې پيل شوې

درياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون په سرپل کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانيسته وکړه.

درياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون په سرپل کې د آمو نفتي حوزې له ۸ نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانيسته وکړه. په يادو مراسمو کې پر ملا صاحب سربېره د کانونو او پټروليم سرپرست وزير ‏ شېخ شهاب‌الدين دلاور او د سرپل ولايتي مسئولينو هم حضور درلود. د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وويل: اسلامي امارت د ټولو ولايتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دي نن موږ په سرپل ولايت کې د يوې مهمې پروژې ‏د پرانيستې شاهدان يو، چې لومړۍ ګټه به يې د همدغه ولايت اوسېدونکو ته ورسېږي. د ملا صاحب په خبره، د دغې مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل ولايت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معياري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابراو د هيواد په اقتصادي وده او دعوايدو په زياتوالي کې به مهم رول ولوبوي. محترم ملا عبدالغني برادراخوند له قراردادي شرکت څخه وغوښتل څو ديادې پروژې کارونه د قرارداد مطابق په ښه ډول ترسره او د سرپل ولايت داوسېدونکو اړتياوو ته په کتو دې په دغه ولايت کې عام‌المنفعه پروژې بشپړې کړي.

د يادولو وړ ده چې د آمو نفتي حوزې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځني ډول ۸۰۰ متره مکعبه زياتوالي راشي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به يې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.

د آمو نفتي حوزه کې اوسمهال ۳۵۰ انجنيران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقيم ډول پر کار مصروف دي، چې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به يې په شمېر کې زياتوالي راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button