
ټولنه او کلتور
سرپل کې د ښوونکو لپاره ښارګوټی جوړېږي
د کور او ښار جوړولو وزارت په سرپل ولايت کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو د عملي چارو د پيل کېدو خبر ورکړي دي.ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ياد ښارګوټي عملي چارې د سرپل ولايت د سيمه ييزو چارواکو له لوري پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.د سرچينې د مالوماتو له مخې؛ ياد ښارګوټي د سرپل ولايت په مرکز کې په ۱۵۰ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې په کې ۳۰۱هستوګنيز کورونه، معياري سړکونه، روغتيايي کلينيک، ښوونځي، جوماتونه د لوبو پارکونه او نور ټول امکانات په پام کې نيول شوي دي.په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې د ياد ښارګوټي نمرې او نورې چارې د پلان او نقشې مطابق په نښه شوې او د ياد ولايت د پوهنې رياست ته وسپارل شو.