
سرپل ولایت کې څهباندې ۶۵ زره تذکرې وېشل شوي
د سرپل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې څهباندې ۱۷ زره الکترونیکي تذکرې او څهباندې ۴۸ زره غوښتونکو ته کاغذي تذکرې وېشلي دي .د سرپل ولایت د احصایې او معلوماتو رییس ملا خیرالله خیرخواه وایي، چې په ورځني ډول ۳۰۰ غوښتونکي د دې ولایت د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې ته د تذکرو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.ښاغلی خیرخواه زیاتوي چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال شاوخوا ۲۰۰ تنو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاح خدمتونه او شاوخوا ۱۳ زره هېوادوالو ته د ژوند پېښو(زېږېدنواو مړینو) د ثبت خدمتونه هم وړاندې شوي دي.د سرپل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر اساس په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو یوه وېش څانګه فعاله ده چې نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي. په یاده وېش څانګه کې د نویو تذکرو د وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونو کې (مثنی تذکرې، د زېږېدنو ثبت) هم وړاندې کېږي.د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.