روغتیا

 سره مياشت المان ته کوم ناروغان لېږي ؟

افغاني سره میاشت د هېواد یوازینی بشرپال مرستندوی بنسټ دی، چې په وړیا توګه په ټول هېواد کې روغتیایي خدمات ترسره کوي او په لرې پرتو سیمو کې د روغتیاساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکوي. افغاني سره میاشت هر کال په ټول هېواد کې په خپلو روغتیایي مرکزونو او لرې پرتو سیمو کې له ۵ میلونو د ډېرو هېوادوالو روغتیایي خدمت کوي او د روغتیاساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکوي.افغاني سره میاشت په هېواد کې دننه د ناروغانو پر درملنه سربېره يو شمېر ناروغانو ته له هېواد بهرپه آلمان هېواد کې د درملنې لار هواروي.

المان ته د ناروغانو لېږل:

د افغاني سرې میاشتې او «د المان د سولې کلي» په نوم د نادولتي مرستندوی بنسټ تر منځ په ۱۳۶۸ لمریز کال کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې یې د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ د المان هېواد په ابرهوزن ښار کې هغه ناروغ افغان ماشومان تداوي کوي، چې په اور سخت سوځېدلي وي او يا د هډوکو مکروبي ناروغي ولري. د هوکړه لیک پر بنسټ هر کال دوه ځله د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ له لوري افغانستان ته د یاد بنسټ روغتیاپال راځي او په خپله د یادو ناروغانو تشخیص او کتنه کوي. د ياد هوکړه ليک له مخې المان ته په وړل کېدونکو ماشومانو کې يوازې هغه ماشومان شامل دي، چې عمرونه يې له ۱ کلنۍ څخه تر ۱۱ کلنۍ پورې وي.

په کومو ناروغيو اخته ماشومان د درملنې لپاره لېږل کېږي؟

د هډوکي بدبویي (Chronic Osteomyelitis):

دا هغه ناروغي ده، چې هډوکی اوبه او بدبوی کوي. دا ناروغي په درملو له منځه نه ځي، بلکې اړينه ده عملیات شي او له کاره لویدلی هډوکی پرې شي. ددې ناروغۍ په نښو کې د هډوکو درد، تبه او زکام، ډېره خوله، عمومي ناراحتي، بې خوبي او ناروغ احساس، سوروالی او تودوخه، خلاص زخم او په ساحه کې درد شامل دي.

د هډوکي نازکوالی (Osteoporosis):

دا یوه ناروغي ده، چې هډوکي کمزوري کوي. دا ناروغي هیڅ څرګندې نښې نه لري، ځکه ډېری وګړي نه پوهېږي، چې دوی د اوستیوپوروسس ناروغي لري. ددې ناروغۍ له امله هډوکی په خپله د ماتېدو لوري ته روان وي. ددې ناروغۍ نښې د ناروغۍ په وروستیو پړاوونو کې څرګندیږي، خو په تدریجې ډول د قد له لاسه ورکول يې يوه نښه ده.

د هډوکي تخریب (Pathologic Fracture):

دغه ناروغي د هډوکي د کمزورۍ له امله رامنځ ته کېږي، چې له امله یې هډوکی پرلپسې تخریبېږي او کله خو هډوکی دومره کمزوری شي، چې له ټوخي، ټیټېدو او یا له موټره د ښکته کېدو له امله هم ماتېږي. دا ناروغي کومې ځانګړې نښې نه لري.

سخته سوځېدنه (Burn Injuries with Joint Fusion):

دا په اور د سختې سوځېدنې ناروغي یا حالت دی.

د مصنوعي مقعد جراحي (Colostomy):

دغه جراحي عملیات هغه ناروغ ته ترسره کېږي، چې کله یې د لویې کولمې مقعد برخه ستونزه ولري او کولمې په نورمال ډول کار نشي کولی. ددې ناروغۍ له امله په غټو متيازو کې وينه ليدل کېږي، معده سخت درد کوي يا د معدې لاندې درد وي او دوامدار اسهال يا قبض شتون لري.

له جنین دباندې مثانه (Bladder Exstrophy):

دا له جنین څخه دباندې د مثانې د ودې ناروغي ده. په دې حالت کې مثانه په نورمال ډول وده نه کوي.

د ناروغ د منلو شرايط:

۱ – ناروغ به خامخا اصلي تذکره لري.

۲ – د ناروغ عمر به له ۱ کلنۍ څخه تر ۱۱ کلنۍ پورې وي.

۳ – ناروغ به خامخا مور او پلار يا ولي لري.

۴ – ناروغ به له هغو ناروغيو يوه لري، چې په دې معلوماتي پاڼه کې ليکل شوي.

۵ – ناروغ به له لومړي سره له ځان سره ۱۰ عدده انځورونه لري.

په هوکړه ليک کې په نښه شوې وجيبې:

د افغاني سرې میاشتې او د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ ترمنځ د شوي هوکړه لیک پر بنسټ افغاني سره میاشت افغانستان ته د المان د سولې کلي د مرستندوی بنسټ د روغتیاپالو له راتګ وړاندې په ټول هېواد کې د رسنیو له لارې هغه ناروغان پر ټاکلې نېټه راغواړي، چې په اور سخت سوځېدلي وي، د هډوکو ناروغي ولري او یا یې هډوکي مات وي. په دویم قدم کې هغو ناروغو ماشومانو ته د پاسپورت او ویزې ټولې اسانتیاوې چمتو کوي او لګښت یې پر غاړه لري، چې د المان د سولې کلي د مرستندوی بنسټ د روغتیاپالو له لوري المان ته د درملنې د وړلو لپاره وړ ګڼل شوي وي.د هوکړه لیک له مخې د المان د سولې کلي مرستندوی بنسټ به هر کال دوه ځل کابل ته خپل روغتیاپال رالېږي او المان ته د وړلو لپاره به د ناروغو ماشومانو تشخیص او معاینه کوي، المان هېواد ته د الوتکې په واسطه د ناروغو ماشومانو د تګ راتګ لګښت به تادیه کوي، په المان کې د درملنې په موده کې به د خوراک او پوښاک لکښت پر غاړه لري او په المان کې به یې درملنه کوي.

له المانه له راګرځېدو وروسته:

یاد ناروغ ماشومان په المان هېواد کې ۶ میاشتې تر درملنې لاندې نیول کېږي، خو که اړتيا وي، نو د ناروغ تر بشپړ رغېدو پورې يې په المان کې د پاتې کېدو موده اوږدېږي او بیا هېواد ته راوړل کېږي. هېواد ته له راستنېدو وروسته تر دوه کلونو د دوی مراقبت کېږي او په دوه کلونو کې د دوی د ناروغۍ لپاره اړین درمل تهیه کېږي. تر څنګ یې دوی ته د خوښ ژوند په موخه د لوبو توکي ورکول کېږي.

تر اوسه څومره ناروغان المان ته لېږل شوي؟

د المان د سولې کلي له نادولتي مرستندوی بنسټ سره د افغاني سرې میاشتې د کړي هوکړه لیک له لاسلیک وروسته په تېرو ۳۴ کلونو کې المان ته ۹۰ ډلې ماشومان لېږل شوي، چې ټولټال شاوخوا ۴۹۲۰  ماشومان کېږي. یاد ناروغ ماشومان له درملنې وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي.

               لمر شرفزوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button