
دینی لیکنې
سرسايه ورکړئ!
سرسايه په هر مسلمان لازمي ده چې آداء يې کړي، د سرسايې دوې ګټې دي: يوه ګټه يې خپله روژتي ته رسېږي هغه دا چې روژتي که په روژه کې کومې بدې او بې ګټې خبري کړې وي د سرسايې په آداء کولو سره د هغه خبرو د ګناه څخه پاکېږي بله ګټه يې مسکين ته رسېږي هغه دا چې د سرسايې په ورکولو سره د مسکين اړتيا پوره کېږي، حضرت محمد رسول الله (ص)سرسايه ټاکلې، ترڅو روژه دار له بې ګټې او بدو خبرو پاک کړي او د مساکينو لپاره يو خوراک شي هر څوک چې يې د اختر له لمانځه مخکې آداء کړي نو هغه قبول شوی زکات دی او هر څوک چې يې د اختر د لمانځه وروسته آداء کړي نو هغه له خيراتونو يو خيرات دی.
مولوي نورالحق مظهري