سرلیکنې

ستونزې په ګډه هـوارېدای شـي

جوته ده چې یو شمېر لاسوهونکي  هېوادونه په افغانستان کې د خپلواک او پر ځان بسیا نظام زغم نه لري،نو په مختلفو بڼو هڅه کوي چې افغانانو ته ستونزې راپیدا کړي او د پرمختګ لپاره ورته خنډونه ولټوي،خو د هېواد مېړني او رښتیني بچيان تل په هېوادني مینې توانېدلي د لاسوهونکو تمه په سیند لاهو کړي او په هېواد کې د ښې راتلونکې لپاره لاره هواره کړې مسئولینو، د ستونزو پر وړاندې له زغم څخه کار اخيستل او د شتو امکاناتو څخه د زیاتو لاس ته راوړنو لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې را په ګوته کوي چې ډېر ژر به پر ستونزو برلاسی شو.

همدا اوس په ادارو کې د سمسمکي د راوستو په مخه هڅې روانې دي او هغه جرړي په ټولېدو دي چې په کارونو کې د روڼتوب مخه نيسي همدا وجهه ده چې زموږ د کورنیو عوایدو کچه لوړه شوې او دولتي بودجه له کورنیو عوایدو څخه تمویل شوې ده. هېوادوال باید وپوهېږي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره سم اشغالګرو هېوادونو خپلې مالي مرستې بندې کړي او د افغانانو شتمني يې د نړیوالو اصولو خلاف کنګل کړې ده. اشغالګرو هېوادونو نه يوازې زموږ شتمني کنګل کړې، بلکې د بانکي سیستم په راکړه ورکړه کې یې د بندیزونو له امله پوره زیان رارسېدلی دی. مناسبه به وي چې هېوادوال او ترڅنګ يې بې پرې هېوادونه چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له سوله ییز بهیر سره لېوالتیا لري قضاوت وکړي ترڅو د بندیزونو
او لاسوهنو سره سره    د اسلامي امارت لاس ته راوړنې د تېرو کلونو د مرستو او لاس ته راوړنو سره پرتله کړي. ډاډه یو چې د اسلامي امارت د اوسنی ستړتیا ډک مزل به په بري سره سرته ورسېږي او د افغانانو ستونزې چې لاس وهونکي هېوادونه ورته لمن وهي حللارې ومومي. باید ومنو چې د شل کلنې جګړې د ستړتیا ترڅنګ د اشغالګرو او مافیايي کړیو له خوا راپاتې شویو ستونزو رغاول به په لڼډ مهاله کې ستونزمن وي،خو د اسلامي امارت د مسئولینو د بي ساري او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو له امله به پر ستونزو د بري اوږد مهاله لاره رالنډه او د پردیو له مرستو څخه به د خلاصون هڅې ګړندۍ شي.

ښه به وي چې هېوادوال له زغم څخه کار واخلي او له اسلامي امارت سره د هر ډول ستونزو په رغونه کې ټګي برګي ونه کړي ترڅو په ګډه د دې هېواد په ترقۍ او آبادۍ کې برخه واخیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button