
ستونزې او ډېپلوماسي…!
که څه هم په نړيواله کچه هيوادونه د کمزوري او ځواکمن په معيار وېشل شوي او ډېر يې له نورو سره پر يو لړ موضوعاتو جدي اختلافونه هم لري، خو د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل هم اوږده مخينه او ښې پايلې لري؛ اوس هغوی هم دې حقيقت ته رسېدلي، چې يو وخت يې له زور او ځواک پرته بل انتخاب نه کاراوه.
که څه هم په نړيواله کچه هيوادونه د کمزوري او ځواکمن په معيار وېشل شوي او ډېر يې له نورو سره پر يو لړ موضوعاتو جدي اختلافونه هم لري، خو د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل هم اوږده مخينه او ښې پايلې لري؛ اوس هغوی هم دې حقيقت ته رسېدلي، چې يو وخت يې له زور او ځواک پرته بل انتخاب نه کاراوه.
دغه حقيقت هغه مهال لا ډېر څرګند شو، چې د امريکا په مشرۍ لوېدځې نړۍ دوه لسيزې له نظامي، سياسي، تبليغاتي او اقتصادي لارو په افغانستان کې د خپلواکۍ او استقلال لپاره د کېدونکې مبارزې د ځپلو هڅې وکړې؛ خو نه يوازې د دغې سپېڅلې مبارزې مخنيوی يې ونه کړای شو، بلکې ورځ تربلې يې ځواک ډېرېده، په پای کې اشغالګر دې نتيجې ته ورسېدل چې په نړيواله کچه د خپل څه ناڅه پاتې حيثيت د ساتلو لپاره بايد له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو لپاره د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ لاره انتخاب کړي.
اسلامي امارت واک ته له رسېدو وړاندې او وروسته په خورا څرګند ډول ويلي، چې د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره مثبتې اړيکې غواړي او که خدای مه کړه کومه ستونزه رامنځته کېږي، د هيواد د عليا ګټو په نظر کې نيولو سره يې له ډيپلوماتيکو لارو چارو حل او فصل ته ژمن دي او بهرنی سياست او پاليسي يې هم په همدغه اصل ولاړه ده.
خو ددې معنا هېڅکله دا نه ده، چې اسلامي امارت به له خپلو ملي ګټو، ارزښتونو او حقونو څخه تېرېږي او نورو ته به يې پرېږدي، بلکې په ټول توان به هڅه کوي، چې خپلې ګټې له ډيپلوماتيکو لارو خوندي کړي؛ خو که بيا هم کوم چا د افغانستان حريم نقض کړ او هڅه يې وکړه، چې د زور او فشار له لارې خپلې غوښتنې پرې وتپي، اسلامي امارت به يې په وړاندې ودرېږي او په پوره ژمنتيا سره به خپل ديني او ملي ارزښتونه وساتي.
په دې وروستيو کې د هلمند پر اوبو د افغانستان او ايران ترمنځ ناندرۍ زياتې شوي، ايران ادعا لري، چې د ۱۹۷۲م کال له تړون سره سم يې حقابه نه ورکول کېږي، خو افغانستان بيا په وار وار ويلي چې له ايران سره د اوبو د وېش تړون ته ژمن دی او دا دريځ لري، چې ايران له تړون څخه څو ځله زياتې اوبه اخيستې او اوس چې کومه ستونزه رامنځته شوه، هغه د اقليمي بدلون او د عامې وچکالۍ له امله ده او د افغانستان لوري ته دومره اوبه نشته چې ايران ته ورپرېښودلې شي.
وړمه ورځ د ايراني او افغان ځواکونو ترمنځ نښته هم رامنځته شوې وه، چې مرګ ژوبله يې هم درلوده، که څه هم تر اوسه پورې د نښتې اصلي لامل نه دی څرګند شوی او دواړو لورو دغه نښته د دوه اړخيزو اړيکو پر زيان ګڼلې، خو د چارو کارپوهان په دې اند دي، چې ايران په دغه ډول خوځښتونو سره غواړي پر افغان لوري فشار راوړي او وښيي، چې له خپلې غوښتنې نه تيريږي؛ خو هغوی بايد پوه شي، چې پر افغانانو د زور او ځواک له لارې هېچا هم خپلې غوښتنې او فرمايشونه، نه دي منلي، هغوی بايد د زور او فشار پر ځای له سياسي او ډيپلوماتيکو لارو دغه موضوع حل کړي او د ۱۹۷۲ م کال د هوکړه ليک بشپړ تطبيق ته ژمنتيا وښيي.