ګزارش

ستره محکمه: سبا سه شنبه د روژې ۳۰مه او چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

د افغانستان سترې محکمې، د میاشتې لیدنې کمېټه وایي، چې سبا سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د حمل میاشتې ۲۱مه د روژې ۳۰مه او چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان سترې محکمې، د میاشتې لیدنې کمېټه وایي، چې سبا سه شنبه د ۱۴۰۳ کال د حمل میاشتې ۲۱مه د روژې ۳۰مه او چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
دغه کمېټه کې چې د بېلابېلو وزېرانو او ادارو له رئیسانو څخه جوړه شوې ده، وایي چې د هېواد په هیڅ ولایت کې هم د شوال المکرم یا د کوچني اختر میاشت نه ده لیدل شوې. د سترې محکمې رئیس عبدالحکیم حقاني په همدې اړوند رسنیو ته ته و ویل: د میاشتې د لیدو کمېټې مرکز او ولایتو غړو د معلوماتو پر اساس د هېواد په هیڅ ولایت کې د یادې کمېټې غړو د شوال المکرم یا د کوچني اختر د میاشتې د نه لیدو او نه عامو هېوادوالو محاکمو ته د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده، نو په دې اساس د میاشتې د لیدو مرکزي کمېټه رسمي اعلان کوي، چې سبا سه شنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رمضان المبارکې میاشتې ۳۰مه نېټه ده او بل سبا چهارشنبې ورځ د شوالمکرم میاشتې لومړنۍ نېټه، چې ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د حمل د میاشتې د ۲۲مې نېټې سره برابره ده، د کوچني اختر اوله ورځ ده.
د یادونې وړ ده چې د سعودي عربستان په شمول د نړۍ زیاتو هېوادونو هم سبا د روژې میاشتې ۳۰مه او چهارشنبه یې د شوال المکرم یا کوچني اختر میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button