سیاست او دولت

ستانکزی: څلوېښتو کلونو کې پر افغانستان تېر شوی تاریخ پر هیڅ هېواد نه دی تېر شوی

هغه زیاته کړه: ((زمونږ خلک حتی لوستي ځوانان د خپل هېواد په نژدې تېر شوي تاریخ او جغرافیه نه دي خبر، دا ځکه چې له کتاب سره یې اړیکې ټینګې نه دي)).

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی، د بیهقي ریاست له لوري د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې غونډه کې وویل، چې په څلوېښتو کلنو کې پر افغانستان هغه تاریخ او حالت تېر شوی چې پر بل هیڅ هېواد نه دی تېر شوی.

د هغه په وینا، د همدغه دور سلګونه او زرګونه ژوندي تاریخونه شته، چې راتلونکي نسل ته په سم ډول د دغه تاریخي جاج رسولو لپاره باید ولیکل شي.

عباس ستانکزي دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د نورې نړۍ په پرتله افغانان د علم له کاروانه شاته او په افغانستان کې د مطالعې دود کم رنګی دی.

هغه زیاته کړه: ((زمونږ خلک حتی لوستي ځوانان د خپل هېواد په نژدې تېر شوي تاریخ او جغرافیه نه دي خبر، دا ځکه چې له کتاب سره یې اړیکې ټینګې نه دي)).

هغه اسلامي امارت ته په اشارې زیاته کړه، په کار ده چې د دې نظام تر سیوري لاندې خلک په مطالعه روږدي او د علم حاصلولو ته متوجه شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیالۍ اړوند د بیهقي کتاب چاپولو ریاست له لوري په جوړه شوې غونډه کې د ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې د نژدې ۳۰ چاپ شویو کتابونو مخکتنه وشوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button